مغفور الله همت
مجلس[دناستې ځای] کې ناست وم دعادت له مخې خلک په مجالسوکې هسې هم تلویزون داخبارونو،لوبواونورو ډول ډول خپرونولپاره کاروي،
اوځینې نوریې، بیادشمشاد،لمر،طلوع،اونوروچینلونودسریالونو،اوفحاشوخپرونولپاره استعمالوي.
چې پام مې شو،
دسریالونودمشهورتیاورکولو،دسریالونوپه مینځ کې ددمې ورکولوپه وخت کې،
له یوه سپین ږیري سره څوځوانان په لاسي ګاډۍ اوچتولوکې کومک وکړي چې هغه یی په اوچت ځای باندې دپورته کولوتوان نلري.
نوددې کومک په شمول دسریالونوپه مینځ مینځ کې په واروارداجالبه کلمه هم تکراروي.
چې…?
[دخپل ژوندانه کړه وړه مو په محمدي اخلاقوښایسته کړئ].
ډیرحیران شوم خندراغله ومې ویل اوهوووو،
څومره ښه؟….دمحمدي اخلاقوتمثیل په ژوندۍ بڼه هم لیدلی شو،
قطع نظردجواز اوغیرجوازنه.
لیکن څه شیبه وروسته هوش راغی خیال یوړم تردې چې دغه په سریالونوکې په ژوندۍ بڼه لیدونکي تمثیلي اخلاق اوهغه محمدي اونبوي اخلاق چې موږته دصورت اوسیرت له لورې راښودل شوي دي سره ومې ارزول نوبلا[بیخي زیات]فرق مې احساس کړ.
دومره فرق یې ؤچې دسالم عقل څښتن به یې ان شالله وضاحت ته هیڅ اړتیامحسوسه نکړي.
ځکه چې منکرات یې بې شماره دي.
خوبس دخپلوهغومسلمانانووروڼونه مې ډیره ګیله وشوه اوافسوس راغی
چې کوم نوموړي سریالونه په هراړخیزډول تنظیموي اونشروي سمدلاسه مې داڅوپوښتنې ذهن ته راغلې،
ومې ویل نوردمسلمان ځوانانوپه سترګوکې خاورې شیندل،بې دینه کول،فحاش اوعیاش ترې جوړول،ریښتیني محمدي اونبوي اخلاق په هندي،ترکي اونورو پلیتوکثافاتواوډرامومعرفي کول…..بیالکه چې بل ډول وي؟؟؟.
اودقرانکریم احکاموسره جفاکول بیالکه چې بل ډول وي؟؟؟.
داسلام دین دغربیانوداندمطابق خپرول بیالکه چې بل ډول وي؟؟؟.
اې دسریالونوترتیبونکو،ژباړونکواونشرونکو!
له خدایه وویریږئ!
دا له خپل ځانه جوړیدونکي نسلونه اودګران وطن اصیل بچیان موله عیاشۍ اوفحاشۍ وژغورئ راتلونکی یې وسنجوئ!
اې حقیقي لیکوالانواومسلمان ځوانانو!
دښه راتلونکي لپارموله دې بدمرغه پدیدې دمخنیوي په لارکې خپل مسؤلیت اداکړئ اوخپلې حقې مبارزې مه سپموئ!
رب دې له عیاشۍ،فحاشۍاوبدبختیودااسلامي ټولنه زرترزره پاکه کړي!
په همدې هیله!


















