د کېلې تاریخ او د هغې روغتیایي ګټې

صابر خپلواک
کیله څلور زره کاله مخکې په هندوستان کې کرل کېدله.
په ۱۴۸۲ کال کې پرتګالینو د ګینې په ساحلونو کې ومونده، د قنازي جزیرو ته یې یوړه، وروسته د نړۍ ټولو برخو ته تیت شوه او په ټولو ګرمسیرو منطقو کې کرل کیږي.
روغتیایي ګټې:
۱- د اسهال او خونی اسهال
لپاره ګټوره ده.
۲- وینه جوړونکې ده له همدې امله ډنګر او کم خونه کسانو لپاره ګټوره ده.
۳- معده او جنسي قوه پیاوړې کوي.
۴- د معدې او کولمو زخمونه جوړه وي.
۵- د کېلې پوستکی د سوځیدلي ځای لپاره ښه نتیجه ورکوي.
۶- د کېلې خوړل له عسلو سره بدن قوي کوي.
۷- کېلې په بدن کي د خپګان (Depression) پر قوه غالبه کيږي او خپګان له منځه وړي.
۸- د هر مقاوم کار تر سره کولو څخه مخکي ۲ کېلې خوړل بدن ته انرژي ورکوي او د ويني د شوګر اندازه برقراره ساتي.
۹- د ويني فشار کښته کوي.
۱۰- د زړه د حملې په مخنيوي کي مهم رول لوبوي.
۱۱- د خوراک په منځ کي يوه کيله خوړل د ويني د شوګراندازه برقراره ساتي.
۱۲- په ګرمی او يا د تبې په وخت کي د بدن حرارت کمولو کي ستر رول لوبوي.
۱۳- په زيات مقدار VIT-B, Potassium & Magnesium لرونکې مېوه ده او د سګريټ او يا ورته عمل په پرېښولو کي هم چټک رول لوبوي.



