حزب حکمتیار د داعش رضاعی ورور

لیکوال  شریف الله خالد

د ۲۰۱۵ میلادي کال د جولای میاشتې په وروستیو کې چې کله د طالبانو د اسلامی تحریک لومړی مشر او مؤسس ملا محمد عمر مجاهد د وفات خبر افشا شو، غربي محاربې نړۍ د طالبانو  ټوټه کولو هڅې لا پسی ګړندۍ کړلې ترڅو د طالبانو اسلامی تحریک په بېلا بېلاو ډلو د ویشلو څخه پس نوردابد لپاره د صحنې لرې کړې.

د همدې سلسلې یوه کړۍ یې د داعش په نوم ډله د طیارو په وسیله د شام او عراق څخه د اچین په غرونو راکوزه کړله چې وار د مخه ځای په ځای شوي جنګیالی ورته د ډېره وخته د انتظار په مازیګر ناست وه.

نړیوال مطبوعات او د اسلامي قانون سره مخالف ظلمونه او وحشتونه د دې لامل شول چې داعش په عراق او شام کې ځینې سیمې تر خپلې ولکې لاندې راوستلې د همغو خاطرو د تکرار لپاره یې د اچین څو سپین ګیري مشران په بمونو کېنول، څوک یې وسوځول او د چا یې سرونه د قصابۍ په تخت پرې کړل او د خپل منحوس شتون د وجود او پرمختګ لپاره یې په مطبوعاتي څانګه کې د ایف ایم راډیو فعاله کړله.

د ځمکني حقائقو، مطبوعاتي سندونو او د لوړ رتبه دولتی مامورینو شواهدو ته په کتو سره له دې حقیقته انکار ناشونی دی چې ګویا داعش دې د دولت او امریکايي ملېشو پرته کوم بله بڼه ولري:

۱  )  داعش د حزب رضاعي ورور :

هغه مهال چې ګران هیواد کې داعشی ناورین د ځمکې څخه د اوبو په څېر بې نومه او بې نشانه په یوه حساسه زماني نقطه کې راوټوکید او د طالبانو خلاف یې مسلح شکل اختیار کړ، انجینر ګلبدین حکمتیار د شهادت ویب پاڼې د لارې خپلو فرضي جنګیالیو ته د داعش په ملتیا طالبانو سره د جنګېدو امر وکړ خو تر نن ورځې داسې هیڅ کوم حقیقت نه دی ترسترګو شوی چې دومره ډېر حزبي جنګیالی دې شتون ولری چې د حزب له ادرسه د دولت یا طالبانو خلاف وجنګېږي.

له نن څخه څلور میاشتې مخکې د سپتمبر په ۲۲ تاریخ چې کله د حزب حکمتیار او  ګډوله دولت تر منځ د امضاء شوې هوکړه لیک تر مخه حزب حکمتیار د دولت اساسي قانون ومانه چې تر مخه به یې د حزب جنګیالي د امنیتی ځواکونو برخه جوړېږي درسنیو له لوري یو وار بیا  د ننګرهار په ګډون ځینې نورو ولایتونو کې هم د داعش آوازو زور اخیستی دی، چې تازه د خبریال ډاټ کام د لوري د خپور شوي خبر ترمخه زابل ته د داعش ۸۵۷  کورنۍ راغلي دی چې یوه کور کې حد اقل د ۴ جنګی افرادو په حساب سره د جنګیالیو شمېره ۳۴۲۸ تنو ته رسېږی.

۲ ) د حزب سیاسي بندیان مختلف اعداد وشمار :

د نومبر میاشتې په ۲۵ تاریخ د حزب حکمتیار له لوري د خپلو سیاسي بندیانو شمېر ۲۶۰۰ اعلان شو چې دولت سره د شوي هوکړه لیک تر مخه به خوشې کېږي خو فقط د ۷ ورځو په فاصله یعنې د دسمبر په ۲  تاریخ د حزب له لوري د بندیانو نوې شماره اعلان شوه چې له مخې یی د سیاسی بندیانو شمیر ۴۰۰۰ افرادو ته ورسېد.

خو  وړمه ورځ د حزب حکمتیار د سولې پخوانی سفیر  انجینر امین کریم له خولې داسې خبرونه خپاره شول چې د حزب حکمتیار لسګونه زره  جنګیالي چمتو دي  د امریکا تر چتر لاندې د ګډوله ادارې د مرستې په موخه د وسله والو مخالفینو خلاف وجنګېږي.

۳  )  د بندیانو د خلاصون په اړه زندانو کې څه روان دي :

د حزب له لوري د سیاسي بندیانو د تعداد زیاتېدلو په مناسبت د څرخي پله د کرغېړن زندان څخه داسې راپورونه را روان دي چې د ازادۍ په دې  پروژه کې هغه ټول بندیان په نظر کې نیول شوي چې عقیدوي سلفي وي یا د داعش همغږي وي ولو که حزبي هم نه وي همدا لامل دی چې د حزبي بندیانو شمېر  د ۲۶۰۰ څخه د سولې سفیر امین کریم له قوله لسګونه زرو ته ورسېده.

۴  )  د سولې سفیر د جګړې له ادرسه په خطاب کې

که حزب په لسګونه زره جنګیالي د جګړې لپاره درلودلی نو  دا د حزب سابقه تاریخ ته په کتو سره هیڅکله د منلو نده  چې دولت سره به یی سوله کړې وئ ځکه د تېر انقلاب په مهال چې د حزب تنظیم د نورو په پرتله یو څه غوښمن وه آن د مجاهدینو ترمنځ خپلمنځي اتحاد ته یې هم غاړه نده ایښې د ډاکټر نجیب په مسلسلو غوښتنو یې د سولې خبری رد کړلې او مسلح مقاومت یې جاري وساته نو دا څنګه امکان در لودلی شي چې هغه نظام سره دې سوله وکړې چې ۱۵ کاله یې د هغې په خلاف جهاد فرض ګڼلو در حالیکه د نجیب د رژیم سره یې کوم خاص توپیر هم نه درلوده خو د سولې څخه پس د همدې نظام په مرسته د مقابل طرف سره جګړه د سولې په نوم د جګړې د اتحاد پرته نور هیڅ تعبیر نه لري.

۵  )  د هیواد راتلونکی وضعیت به قضاوت وکړي

له زندانونو څخه د داعش فکره بندیانو د خوشې کولو پلان، ننګرهار کې د ګلبدین حکمتیار ظهور او دفتر ، د داعشي پرمختګ ستر لامل مطبوعاتي خبرونه چې د حزبي سولې څخه پس یی بیا زور واخیست او د ننګرهار څخه پس زابل ، کندز او بدخشان کې د داعش د شتون خبرونه به سره کوم ډول پیوستون ولري، راتلونکي ته به په دي هیله او دعاء انتظار او وسو چې الله ﷻ دې نه کړي سوله د جګړې په نوم د یوې نوې دروازې پرانسته وکړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button