خو حکمتیار صیب قناعت راکړ!!!

ډاکټر آصف
تیره ورځ د شمشاد تلویزیون یو ژورنالیست بغلان ته تللی و او هلته یې د حزب اسلامی د هغو وسله والو سره له نږدې لیده کاته کړي چې د اسلام او کفر تر مینځ د زړه نازړه کیدو شپې او ورځې سبا کوي. په دې لیدنه کې ژورنالیست د دغو وسله والو له یوه وتلي قومندان سره مرکه کړې.
شمشاد تلویزیون د دغې صحنې د ویډیو د خپرولو په لړ کې یادونه وکړه چې یاد قومندان اجازه نه ورکوله چې ژورنالیست دې د هغه میشت ځای ته ورشي او هلته دې ورسره د لیدني ترڅنګ مرکه ورسره وکړي بلکه له میشت ځای نه لرې په یوه دښته کې ورسره مرکې ته حاضر دی.
شمشاد تلویزیون د قومندان د موټرو کاروان هغه ویډیویی کلیپ هم خپور کړ چی ښئ پنځه شپږ سرف موټر چې شنې ټوټې ورباندې د بیرغ په حیث زوړندې دي، او یوې دښتې ته ډیر په جوش او خروش داخلیږي ته به وایی چې ټوله دنیا یې فتحه کړې ده او اوس د کابل د فتحې په مخه د پرمختګ په حال کې دي.
بالآخره قومندان سره د باډیګارډانو له خپلو موټرو راکوزیږي او له ژورنالیست سره اوږده مرکه کوي، د قومندان خبرې ټولې ګډې وډې دي او په دې نه ارزي چې دلته پرې تبصره وشي خو یوازی یوه خبره یې د سړي غونی زیږوي چې کله ورنه ژورنالیست وپوښتل چې تاسې ولې تر اوسه د دولت پر ضد جنګیدئ لامل یې څه وو؟ او اوس ولې مو له همغه دولت سره سوله وکړه چې تاسې ورسره په دې نیت جنګیدئ چې دا د کفارو ملګري دي او څرګنده خبره ده چې د کفارو ملګري خو کفار وي.
قومندان صیب په ځواب کې ورته وویل چې: زمونږ د جګړې او جهاد هدف په افغانستان کې د یوه سوچه اسلامي قانون او اسلامي حکومت راوستل وو خو!!!؟؟؟
حکمتیار صیب مونږ ته قناعت راکړ!!!
نو ځکه مو له جنګ نه لاس واخیست او د سولې لار مو ونیوه.
یعنې مطلب دا چې د اسلامي نظام د راوستو ارمان مو له هغه حکمتیاره زار کړ!!! چې نږدې۴۰ کاله یې د اسلامي نظام د راوستو لپاره وسله واله مبارزه کړې او د ده په دې نیک نیت باندې په لکونو ځوانانو خپل سرونه قربان کړل، په لکونو ماشومان یتیمان شول، په لکونو میرمنی کونډې او بورې شوي او په لکونو انسانان معیوب شول چې نن یې د یوې نمړۍ ډوډۍ د پیدا کولو لپاره نورو ته لاسونه غځولي.
نو د قومندان دا خبره چې :
خو حکمتیار صیب مونږ ته قناعت راکړ، په رښتیا سره د یوه رښتینی با ضمیره مسلمان ضمیر په لړزه راولي.



