لوی څارنوالۍ د دوستم د ۹ ساتونکو کسان د نیولو امر کړی

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ سلواغه ۵) صابر خپلواک
د افغانستان لویې څارنوالۍ د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د ۹ تنو ساتونکو د نیولو امر ورکړی دی.
ددې کسانو د نیولو امرد جوزجان د پخواني والي احمد ایشچي د هغه ادعا په تړاو کړی، چې وايي دوستم بندي کړی او جنسي تېری ورباندې کړی دی.
د افغانستان لوی څارنوال حمیدي وایي چې د جمهوري ریاست لومړی مرستیال یې هم په هغه د لګیدلو تورنو د لپاره لویې څارنوالۍ ته ورغوښتی و خو هغه څارنوالۍ ته د حاضریدو نه انکار وکړ.
وال سټریټ ژورنال ورځپانه چې د امریکا نه خپریږي، په یوې مقالې کې لیکلي دي چې د افغانستان لوی څارنوالۍ د عبدالرشید دوستم دغو ساتونکو ته درې ځله جلب لیږلی و چې د تحقیقاتو لپاره دې ورشي. لوی څارنوال محمد فرید حمیدي وایي چې د دوشنبې په ورځ یې د هغوي د نیولو امر ورکړی.
ښاغلی حمیدي د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې ته ویلي دي که دوستم په تحقیقاتو کې د همکارۍ نه انکار وکړي،او لوی څارنوالۍ ته حاضر نشي،د افغانستان د قوانینو له مخې به یې دنده وځنډول شي او په کور کې به نظر بند شي.
جنرال عبدالرشید دوستم چې پخوا هم د بشري حقونو نه په سرغړونو تورن او مشهور جنګسالار دی، په هغه لیګدلي تورونه نه مني.
خو په همدې حال کې ایشچي بیا وایي چې زه پوره ثبوت لرم.



