اشرف غني: د سید احمد ګیلاني زوی باید د سولې شورا مشر شي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ سلواغه ۵) صابر خپلواک
د افغانستان ولسمشر اشرف غني غواړي چې د سولې عالي شورا مشر باید د سید احمد ګیلاني زوی حامد ګیلاني وټاکل شي.
همداشان د افغانستان د سولې د عالی شورا د پخوانی مشر له وفات وروسته د ولسي جرګې دویم مرستیال نعمت الله غفاري هم وویل چې د سولې د عالي شورا ډیرو لږو بریاو ته په پام سره ښه به دا وی چې دغه شورا منحله شي.
تسنیم خبري آژانس په خپل راپور کې لیکلي، د افغانستان د سولې د عالی شورا د نوي مشر د ټاکلو سید احمد ګیلانی زوی حامد ګیلانی د ټاکلو لپاره د دغه هیواد د ولسمشر محمد اشرف غنی کوشش په داسې حال کې دی چې د اجرائی شورا مشر عبدالله عبدالله او د افغانستان د دعوت ګوند مشر او د دغه هیواد د ثبات او ساتنې د شورا لوړ رتبه غړی عبدالرب رسول سیاف د دې چارې مخالف دي او نه غواړي چې حامد ګیلاني د سولې عالي شورا مشر شي.
غفاري زیاته کړه د ګیلاني مړینه د افغانستان لپاره یوه لویه ضایع ده.



