قزاقستان: د مخالفو ډلو سره د مذاکراتو لومړۍ ورځ بې نتيجې پای ته رسېدلې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ سلواغه ۵) الماس خدرخېل
راپورونه وايي، چې د قزاقستان په استانه کې د سوريې د مخالفو ډلو سره د مذاکراتو لومړنۍ ورځ بې نتيجې پای ته رسېدلې ده.
په دې مذاکراتو کې د سوريې د دولت د ۱۴ مخالفو ډلو استازي ګډون لري، چې په استانه کې د روسيې او ترکيې په همکار پيل شوي دي.
د مخالفو ډلو استازو خوشبيني څرګنده کړې او ويلي يې دي، چې ښايي د مذاکراتو په پايله کې د سوريې د شخړې حل وموندل شي.
قزاقي چارواکي وايي چې نن سې شنبه به د خبرو دوهم دور پیل شي، چې ټوله ورځ به دوام وکړي.
تېره ورځ د مخالفو ډلو استازو ويلي و، چې د سوريې د حکومت سره به مخامخ د خبرو ميز ته نه کښیني.
روسیې خبري اژانس انټرفاکس د سوریې د رژیم د اپوزېسیون ویاند یحیالعریضي په حواله ویلي، چې د مخالفو ډلو استازو د ترکیې او روسیې له استازو سره هم خبرې کړې دي.
په دې غونډه کې د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټیفن دي مېستورا په قزاقستان کې د امريکا سفير هم ګډون درلود.
خو د سوریې د ملي مصالحې وزیر علي حیدر په استانه کې پرونیو مذاکرو ته په اشاره، په دمشق کې د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس ته وویل:”په استانه کې مذاکرې د سوریې رژیم د اپوزېسیون ډلو تر منځ پر هماهنګۍ اړه لري څو معلومه شي چې هغوی د سوریې له پوځ او حکومت سره په ګډه د ترورېزم پر ضد له مبارزې سره یوځای کېږي؟ دا به د نورو پړاونو لپاره یو اساس جوړ کړي. له دې پرته، موږ استانه کې د سولې د خبرو د بري بحث نهشو کولای.”
په دغه مذاکراتو کې د يو شمير هېوادونو ګډونوال او استازي د مذاکرو پايلو ته خوشباوره دي، چې ورسره به د سوريې د شخړې حل وموندل شي.



