په سالنګ کې د سختو واورو له امله ۳ تنه وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ سلواغه ۵) الماس خدرخېل
چارواکي وايي، چې د شمالي سالنګ په لويه لار کې يو شمير خلک په سختو واورو کې بند پاتې دي.
د بغلان امنيه قومندان چارواکي وايي، چې د سختو واورو د ورېدو او د يخنۍ له امله د يو نارينه په ګډون دوه تنه ښځې وژل شوي او دوه تنه نور مرګوني حالت ته رسېدلي دي.
د پېښې ټپيان د خنجان ولسوالۍ روغتون ته وړل شوي او يو شمير نور د پوليسو له لوري ژغورل شوي دي.
د يادونې ده، چې د سالنګ لويه لاره د تېرې ورځې راهيسې د ډير ورښت له امله د ترافيکو پر مخ وتړل شوه.



