سعودي: امنيتي ځواکونو ۴۹ پاکستاني وګړي د ترهګرۍ په تور نيولي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵سلواغه ۵) الماس خدرخیل
د سعودي رسنيو تازه ورکړل شوي راپورونه وايي، چې په دغه هېواد کې يې ۴۹ پاکستاني وګړي ترهګرۍ سره په تړاو لرلو او د تروريستي فعاليتونو په تور نيولي دي.
د دغه هېواد امنيتي ځواکونو تر دې مخکې هم ځينې پاکستانيان د ترهګرۍ سره په تړاو لرلو نيولي و.
راپور د ګيزيټ مجلې په حواله کاږي، چې په سعودي کې د ترهګرۍ سره د تړاو لرلو پاکستانيانو شميره ۶۹ ته لوړه شوه، چې د امنيتي ادارو له لوري نيول شوي دي.
په راپور کې دغه راز ویل شوي چې د سعودي عربستان امنیتي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو پر اساس پاکستانۍ ښځه فاطمه رمضان بلوچ له خپل سعودي مېړه سره په النعیم مېنه کې په خپل اپارتمان کې ونیوله.
د سعودي د کورنيو چارو وزارت ويلي، چې د تير کال په اکتوبر مياشت کې د دوه بريدونو مخه نيولې ده.



