پوځي شنونکي: د حزب اسلامي جنګيالي دې، په خپل سر په جګړه کې نه شريکېږي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵سلواغه ۵) الماس خدرخیل

د افغانستان د پوځي چارو کارپوهان وايي، چې د اسلامي ګوند جنګيالي دي په خپل او بغير د امنيتي ځواکونو له همغږۍ نه د افغانستان په جګړه کې برخه نه اخلي.

د شنونکو په باور که د حزب اسلامي جنګيالي د امنيتي ځواکونو سره د امنيت په راوستلو کې يوځای شي، نو دا به لا نور مشکلات هم وزېږوي.

دا په داسې حال کې ده، چې دغه ګوند وړمه ورځ وويل، چې لس زره جنګيالي به د افغانستان په امنيت راوستلو کې برخه واخلي.

د پوځي چارو کارپوه، عتيق الله امرخيل وايي، چې تر دې دمه مالومه نه ده چې د دوی جنګيالي په کوم ولايت، کومه ساحه کې جنګېږي، نوموړی زياتوي چې په افغانستان کې هر کس وايي چې زه نفر لرم او جنګ کوم، خو جنګ خپل شرايط لري چې پوځونه د يو قانون لاندې بايد جګړه وکړي.

هغه وويل، چې د حزب جنګيالي په امنيتي ځواکونو کې ځای نه لري، ځکه دا يو ملي ځواک او ملي پوځ دی، کومې ډلې او ژبې پورې تړاو نه لري، هغه زياته کړه، که لس زره نفر د امنيتي ځواکونو سره يو ځای شي او تر دولتي چوکاټ لاندې کار وکړي، نو د هغوی حضور بيا د هېواد په ګټه تمامېدلی شي.

وړمه ورځ د محمد کريم امين د حزب اسلامي د هيئات غړي رئيس د خولې راپورونه ورکول شول، چې دوی د حزب اسلامي د جنګياليو يو ثبت نام شروع کړی او په دغه ثبت نام کې لس زره کسان راجسټر شوي، چې په افغانستان کې به د امنيتي ځواکونو تر څنګ په جګړو کې برخه اخلي.

مربوطه مطالب

2 Comments

  1. زما د سیاسی څیړنو له مخی ، تر ډیری کچی د مایک خان ورور نظر تاییدوم او څه ورباندی زیاتوم او هغه دا جه :
    حزب د سوړ جنګ د غلامی تر ټړون دمخه ډیر مجاهدین درلودل، کله چه حکمتیار د سیاف ، ربانی او نورو به شان د نفس مقابل جهاد کی د ماتی سره مخ شو یعنی اروبایانو او امریکایانو بی شمیره ډالری او وسلی په واک کی ورکړی له هغه وروسته په ټولو اخوانی ګوندو په ځانګړی دول د سلامی حزب په ګوند کی بی شیمره ویښنی رامنځته شوی یعنی د ډالرو له امله ټولو رقابت سره درلود په کوم ډول اروپایانو او امریکایانو استخاباراتی شبکو سره په تماس کی او ځان ورته کاغذی دیوان جوړ او څه تر لاسه کړی .
    اروپایان او امریکایانو خو د هغوی په شان نه وو هغوی منممه او ګد لوی هدف درلود اصلی هدف د دغه سیمی مهارول او بیا د نړیوال حکومت اعلانول او دوهم هدف یی زمونږ د زمکی لاندی او باندی ذخیری لوټول او زمونږ د مظلوم اولس استثمارول او غلامول وو . هغوی هم په روسانو کی له ګورپچوف ، ولیتسن نیولی تر پوټین او نور په ډیره آوچته بیه رانیول او هم یی د تش په نامه جهادی رهبران په اوچته بیه رانیول ، لمړی یی د اسلام او اسلامی نظام د بدنامولو د باره پری خبل منځی جنګونه رامنځته کړل او کله چه یی زمونږ هیواد اشغال کړو سیاف او ربانی خو یی د پرونی کمونستانو سره غاړه به غړی کابل اداره کی وټومبل ، د حزب یو ګروپ یی د نورو په شان اداره کی ننویستل او یو ګروپ یی د حکمتیار په مشری د مقاومت د ځپلو د پاره د جهادی شعارونو لاندی غرونو ته ولیږل ، دا لوی داستان دی که زه ټول لیکم د تبصری حجم به زیات شی لند لنډ به یی درته ولیکم
    کله چه د حزب رشتونو مجاهدینو د حزب څو مخی ولیدله چه شعارونه د چهاد ورکوی مګر جنګونه یی د مقاومت په ضد دی ، هغوی ټولو تری هجرت وکړو او د مقاومت سره ملګری شول ، دا چه حزب ولیدل لا به حزب بادارانو ته ویلی چه زه خو بی مقتدیانو امام پاتی شوم او باداران به یی هم باوری شوی وو بادارانو یی ورته اربکی حزبیان به واک کی ورکړل دا چه د کابل د غلامی اداری هر چا خیانت کی لاس ااو پښی وی تر ستونی پکی ډوب وو حزب د اربکایانو له وسلو او معاشو استفاده کوله هغه پروژه هم د ناکامی سره مخ شوه ، تر هغی چه د داعش د واردیدو د باره زمینه سازی کیږی ورته ویی ویل تاسی به ټاکنو کی برخه واخلی . حزب په دی هیله برخه واخسته چه د ع ، غ او کرزی په شان به ورته د رایو ډک صندوقونه راوړی مګر هغسی ونه شول افغانستان شموله حزب د یوی ولسوالی په کچه رایوی هم نه لرلی .
    د داعشیانو بازار ګرم شوی او افغانستان کی ورته اشد ضرورت وو ، هغه چه د داعشیانو قومانده تر لاسه کړی هغه حزب او حکمتیار وو مګر د معاشو او وسلو توزیع صلاحیت یی ورنکړو ، ځکه یی لږ زیات وخت ونیولو ، د خارجیانو خالی شوی نظامی بیسونه یی ورته د شارکونو یا کمپونو په نامه ورکړل هغه به ورته نور هم داسی جوړ کړی چه له دننه یی څوک معلومات تر لاسه کولی نه شی . هلته به د نوو او زړو داعشیانو برطی ، روزنه او اکمالات کوی ، د اربکی او داعشی حزبیانو تر منځ به دومره توپیر وی هغه وخت اربکان به سپین او حکمتیار په تور او په داعشی حزبیانو کی به داعشیان تور او حزب به سپین لست کی وی ،

  2. لومړی داچې حزب ټول دومره منسوبین لا نلري جنګیالي خو بریږده: دویم دا دحزب سره چې کومو مجاهدینو تړاؤلرلو هغه دیوه دینې حکم له مخې وو کله چې حزب دیوه مفسید او دکفري کړیو په لاس واک ته رسیدلي حکومت سره یوځای شو نو حزب هم دهغه یوه برخه وګرځیده هغه مسلمان مجاهدین چې د اسلام په ننګ ئې دحزب تر بیرغ لاندې جهاد کولو نن دیته ندي تیار چې دکفري ځواکونو تر قومندې لاندې بیرته هغه مسلمانان وروڼه ووژنی چې پرون ئې هم سنګروو،بالفرض که دا هم وشي نو چې صلیبي یر غلګرو په سلګونه زره جنګیالیو څه ونشوی کړل نو دحزب نوي بې ایمانه به څه وکړی ، خو ښه خبره دا دی چې حزب باید نو ر دغه منفي کړنې پریږدي او دهیواد او هیواد ولو دسوکالي لپاره دي سوکاله مبارزه وکړي لکه چې د تسلیمیدو پر مهال ئې دغه ژمنه کوله، کنه نو دتل لپاره به دغه خوځښت دافغانانوپه منځ کښې منفور او منزوي پاتې شي، د اسلامي اوسوکاله افغانستان په هیله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button