ارزګان والي: د ترينکوټ اړوند سيمې او ځينې ولسوالۍ د طالبانو تر محاصرې لاندې دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵سلواغه۵ ) الماس خدرخیل
د روزګان چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د بهرنيو ځواکونو ملاتړ او په دغه ولايت کې مېشتېدل به د مخالفو وسلوالو د بريدونو مخنيوی وکړي.
د ارزګان والي محمد نذير خروټي ازادۍ راډيو ته وويل، چې په دغه ولايت کې د بهرنيانو ځای پرځای کول مؤثر تمامېدلی شي.
نوموړی زياتوي، چې امنيتي ځواکونو ته د اړينو وسائلو نه رسېدلو له کبله لا هم د ترينکوټ اړوند سيمې او د دغه ولايت ځينې ولسوالۍ د وسلوالو تر محاصرې لاندې دي.
ښاغلي خروټي وويل:”زموږ د افغان امنیتي ځواکونو پوځي وسایل په تېرو څو کلونو کې په جګړو کې له منځه تللي، که مرکزي حکومت زموږ د افغان امنیتي ځواکونو دغه ضرورتونه رفعه کړي، ان شاءالله ډېر ژ به تاسي وګورئ چې افغان امنیتي ځواکونه به په ډېر لنډ وخت کې ټولې سیمې له وسله والو طالبانو ونیسي.”
په ورته وخت کې د دغه ولايت یو شمېر پولیس هم شکایت کوي او وايي چې د جګړې پر مهال د وسلو اومهماتو له کمښت سره مخ وي، د دوي په وينا دولت هغه ډول وسلې نه دي راکړي لکه څنګه چې د دښمن په لاس کې دي نو ځکه موږ پرمختګ نشو کولای.
دا په داسې حال کې ده، چې د مسؤلینو په خبره وسله والو طالبانو له تېرو شاوخوا پنځو میاشتو راهیسې د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ او ولسوالیو کې پر افغان امنیتي ځواکونو او دولتي تاسیساتو باندې سخت بریدونه کوي او په دغه ولايت کې يې يو شمير پوځي مراکز او دولتي ودانۍ تر کلکې محاصرې لاندې نيولي دي.



