په سوریه کې د پنځه کلنې جګړې په اوربندغونډه

په تیرو درې میاشتو کې د سورېې په حلب ښارکې د بشارالاسد او مخالفو وسله والو ترمنځ برخلیک ټاکونکې جګړه وشوه،چې بالاخره د روسېې د جنګې الوتکو د بمباریو په بدرګه د حلب ښار داسد پلویانولاس ته ورغی او حلب په بشپړه توګه د مخالفو وسله والو له لاسه ووت.
په سوریه کې داسد پلوو پوځیانواو مخالفو وسله والو ترمنځ پنځه کاله وشول، چې یو پر بل مرګوني بریدونه کوي، په نړیواله کچه اروپایی هیوادونوته ترټولو زیات د سورېې کډوال روان دي.
د تیرکال په نیمایي کې په ملګرو ملتونوکې د سورېې د مخالفینو او اسد پلوو پوځونوترمنځ اوربند وشو، خو دواړو خواو یو پر بل د اوربند د ماتولو تورونه ولګول، چې بالاخره حلب ښار د جګړې وروسته د روسېې،ایران او ترکې په ګډه همکارۍ د قزاقستان په پلازمېنه آستانه کې په سوریه کې د اوربند د ټنګښت په اړه غونډې ته زمنیه برابر کړه.
دغه غونډه چې نن په دوېمه ورځ هم روانه ده، دا دوه ورځنې غونډه به نه یواځې په سوریه کې بلکې په سیمه کې هم سولې ته زمینه برابره کړي.
تیره ورځ د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر کیرات عبدالرحمانوف په استانه کې د سورېې د سولې د خبرو په اړه غونډې ته په پرانیستونکې وینا کې وویل: (د قزاقستان ولسمشر نور سلطان نظرباییف نه یوازي سیمه ییزې بلکې نړیوالې سولې ته ژمن دی ځکه یې د سوریې د روان کړکېچ د هواري لپاره په استانه کې غونډې ته زمینه برابره کړې ده او دا منل شوې خبره ده چې هرکړکیچ یوازی د خبرو دلاری هواریدای شي).
د نړۍ په هرګوټ کې چې د سولې لپاره قدم پورته کیږي ملاتړېې پکاردی اوقزا قستان د همدی هدف لپاره په استانه کې د سورېې په اړه غونډه راوبلله، ترڅو د سورېې داوربند او امن وروسته په هغو هیوادونوکې هم سولې ته زمینه برابره کړل شي، چې دامهال پکې جګړې روانې دي.
د قزا قزستان جمهوررئیس نور سلطان نظرباییف هیله مند دی، چې د استانې غونډه به د ټولو ښکېلو خواو لپاره لازم شرایط چې وکولای شي د سوریې د کړکېچ لپاره یوه مناسبه حل لاره پیدا کړي، رامنځته کړي.
ځکه دواړو خواو د سورېې حکومتي پلاوي او مخالفو مشرانو د قزا قزستان په روانه غونډه کې ګډون کړیدی دواړه لوري حکومت او مخالفین ېې په دی باوردی، چې د سورېې بحران یوازې د خبرو له لارې حل کیدای شي.
د سورېې د اوربند او امن لپاره داستانې په غونډه کې په قزا قستان کې د امریکا سفیر او د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی سټیفن دي مېستورا د غونډې څارنه کوي، خو د حیرانتیا خبره داده چې د استانې په غونډه کې ګډونوال هیواد مسکو د سوریې د ولسمشر بشارالاسد ملاتړ کوي اوانقره بیا د هغو ډلو چې غواړي اسد له قدرته لیرې کړي تر شا ولاړه ده.
د سورېې د کړکیچ د حل لپاره، چې په قزاقستان استانه کې خبرې روانې دي کیدای شي په بشپړه توګه د غونډې ګډونوال په خپل هدف کې بریالي نه شي، ځکه یې د بلې راتلونکې غونډې لپاره، چې په ژنیوکې به وشي، د راتلونکې فبروري اتمه نیټه ېې ورکړیده.
روسیه او ترکیه په سوریه کې داسد په قدرت پاتې کیدوکې سره اختلاف لري، خو بیاهم دیوه اوربند لپاره ېې سره نظرونه یوکړي دي، که په همدې ډول ګډ اومخالف نظرونه د افغانستان په مسئله هم په کوم مناسب هیواد کې لومړی د اوربند او بیا د تلپاتی سولې غونډه وکړي د سورېې ترڅنګ به په افغانستان کې هم چې د اسیا امن ورسره تړلی دی امن راشي.



