د دفاع وزارت دوه کارکونکي په اعدام محکوم شوي

( کابل ټکی کام ۱۳۹۵ سلواغه ۶) صابر خپلواک
د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري د سه شنبې په ورځ کابل کې خبري کنفرانس ته وویل چې د دفاع وزارت ۱۵۳۴ دوسیې په محکمه کې تر کتنې لاندې دي. وزیري دغه راز زیاته کړه چې په دې دوسیو کې ۲۰۱۷ تنه کارکوونکي شامل دي چې له دوی څخه ۲۴۱ تنه افسران، ۲۵۲ برید مله، ۲۹۳ سرتېري او اته تنه ملکي کارکوونکي دي چې په فساد کې دخیل دي.
د وزیري په وینا کوم دوه تنه چې په اعدام محکوم شوي د فساد کوونکو له ډلې څخه دي.
وزیري وویل، چې د دې وزارت کارکوونکو په دې وروستیو کې په لکونو پیسې خوړلي دي خو حکومت یې په مخه نیولو کې پاتې راغلی دی.
دفاع وزارت د دغه دوه تنه کارکوونکو چې په اعدام محکوم شوي ، د دوی دواړو د هویت او نورو معلومات په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
افغان ولس د امنیت له نه شتون څخه وروسته له فساد څخه ډېر کړېږي او وایي چې په هېواد کې فساد تر حد وتلی او حکومت یې په له منځه تللو کې ناکام پاتې دی.
افغانستان په تېرو کلونو کې د فساد په لست کې له لومړنیو هېوادونو څخه شمېرل کېږي.



