يوسف احمدي: زابل ولايت کې عمليات نه دي شوي، دلته نه القاعده شته نه داعش

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵سلواغه ۶) الماس خدرخېل

د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي کابل ټکی کام ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې په زابل ولايت کې هيڅ ډول پوځي عمليات نه دي شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې شاوخوا څلور ورځې وړاندې د دغه ولايت چارواکو ادعا وکړه، چې په زابل ولايت په دای چوپان او ارغنداب ولسواليو کې عمليات کړي، چې طالبانو او داعش ډلې ته يې پکې مرګ ژوبله اړولې ده.

خو د طالبانو وياند يوسف احمدي زياتوي (موږ ددښمن دا د دروغو ادعا په کلکوټکوردوو او وایو چي په نوموړو ولسوالیو کي ددښمن له لوري اصلا کوم عملیات ندي شوي دلته نه دالقاعده مجاهدین شته نه داعش جنګیالي).

د نوموړي په وينا چارواکي په دې خاطر دغه اوازې خپروي چې د بهرنيانو له لوري پرې امتيازات ترلاسه کړي.

د يادونې ده، چې دولتي رسنيو به تکرار سره په دغه ولايت کې د داعش ډلې د استوګنې خبره کوي، خو وسلوال طالبان يې ردوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button