ټرمپ به ځان خراب کړي خو امریکانه خرابوي

سرلیکنه
د امریکا نوی جمهور رئیس ټرمپ چې د جمهوري ریاست د کمپاین پرمهال ېې ډیرڅه ویلي دي یوشمیر د امریکاسیاسي سیال هیوادونه په دې فکرکې دي چې ټرمپ به ورسره څه ډول پالیسي خپلوي؟
د روسېې د بهرنیوچارو وزارت هم تراوسه پورې د ټرمپ له پالیسۍ ډاډ نه لري وایې که ټرمپ له افغانستانه د خپل کمپاین په وعده پوځونه وباسي په افغانستان کي به وضعيت نور هم خراب شي اود امریکا ټوله خواري به اوبه یوسي .
داد انترفاکس خبري اژانس سره په یوه مرکه کې د افغانستان له پاره د روسيې د جمهور رئيس ځانگړي استازي ضمير کابلوف نظردی چې اشاره ېې د طالبانو لخوا هغه ګواخیزلیک ته ده چې ټرمپ ته ېې استولی دی، طالبانو درې ورځي مخکي د يوې وينا پاڼي په خپرولو سره پر ټرمپ ږغ کړی وو چي له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي.
د افغانستان له پاره د روسيې د جمهور رئيس ځانگړي استازي ضمير کابلوف وایي که ټرمپ له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ايستلو پريکړه وکړه په افغانستان کې به د پخواپه څیرکورنۍ جګړې پیل شي.
د کابلوف په وینا روسیې د امریکا سره تراوسه پورې دافغانستان په اړه څه خبرې نه دی کړي اما ټرمپ په دې فکرکې دی چې خپل حکومت ترپخوانیوحکومتونو غښتلی او پرځان د امریکایانو باورزیات کړي.
ټرمپ د بهرنیوهېوادنواوپه ځانګړې توګه دعراق،افغانستان، یمن،اسرئیل،فلسطین او سورېې له پاره دامریکا د پالیسي سازې ادارې سي،آی ،ای نوی رئیس مایک پومپئو وټاکه .
ټرمپ هڅه کوي چې د پخوانیوحکومتونوله ورپاتي ناورین( په نوروهیوادونوکې پوځي لګښتونو) څخه ځان وژغوري په ځانګړې توګه : امريکا په افغانستان کي په میلیاردونه ډالر بې ځايه مصرف کړي دي .
دسي،آی ،ای نوی رئیس مایک پومپئوچې د امریکا له سلوسناتورانو څخه ورته شپږشپیتورایه ورکړه د اوباما د پالیسۍ یعنی د ایران سره د اټومې موافقې مخالف و.
که څه هم د سې،آی،ای دنوي رئیس مایک پومپئوپه ټاکلو دیمکراتان خوښ نه دي خو ټرمپ ېې د امریکا د بهرني سیاست لپاره وړ شخص بولي.
ټرمپ ته د پخوانیوحکومتونو تاواني پالیسي پاتې دي دهغوی ساتل او له ځانه د امریکا د ولس خوښې په دواړو کې په دوه لاره کې ولاړدې یابه ځان باوري کوي او یابه امریکایی ولس خوښ ساتي خو ترکومه چې د ټرمپ نظردی ټرمپ به ځان خراب کړي خو امریکابه خرابه نه کړي.
له روسانو وروسته امریکا پرافغانستان یرغل وکړ روسي سیاسي او پوځي مشران وخت په وخت په خپلوتیروتنو اعتراف کوي یوکال دمخه په افغانستان کې د روسېې سفیرمانتیسکی پرافغانستان د یرغل اوتیروتنې اعتراف وکړ.
تیره ورځ د روسېې د پارلمان پخواني غړي او د روسېې د سیاسي چارو شنوونکي سیمون باګداساروف د روسېې دولتي تلویزیون سره په مرکه کې د احمد شاه مسعود په مشرۍ له شمال ايتلاف څخه د روسیې ملاتړ د لوېې تیروتنې اعتراف کړی دی.
د افغانستان لپاره روسیه او امریکایوشان دي دواړه د افغانستان دښمنان دي، هرافغان هغه چاته باید د دښمن په نظر وګوري څوک چې د افغانستان د خاورې دښمن وي روسي مشران لنډ فکره وو ځانونه او روسیه دواړه ېې بدنام او خراب کړل خو امریکایی سیاسي مشران په بهرنۍ پالیسۍ په ځانګړې توګه دافغانستان په اړه ځان خرابوي خو امریکا نه خرابوي.
اوباما له افغانستانه امریکایی پوځونو د ایستلولپاره مهالویش ټاکلی و خوټرمپ به د امریکا د ګټوخوندي ساتلو لپاره په راتلونکې کې نور۱۵۰۰ سخت روزل شوي عسکر افغانستان ته را ولیږي.



