دفاع وزارت: طالبانو په تیرو لسو میاشتو کې ۱۹۰۰۰ بریدونه کړي.

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ سلواغه ۶) صابر خپلواک
د افغانستان دفاع وزارت ویلي طالبانو په تیرو لسو میاشتو کې په ټول افغانستان کې تقریباً نولس زره حملې کړې دي او زیاته کړې یې ده چې په زیاتو ولایاتو کې یې پرمختګ هم کړی دی.
ایسنا خبری اژانس په خپل راپور کې لیکلي، دا په داسې حال کې دی چې د افغانستان د دفاع وزارت د اعلان له مخې د دغه هیواد د ملی امنیت ځواکونو په همدې موده کې د وسله والو په خلاف اوه سوه عملیات کړي دي خو د امنیتي ځواکو تلفات نظر وسله والو ته زیات دي .
د افغانستان د دفاع وزارت ویندوی دولت وزیري پرون وویل داسې ښکاري چې روان کال د طالبانو حملې زیاتې او د پرمختګ په حال کې دي .
وزیري وویل، چې د تېر کال د بریدونو شمېر ورته نه دی معلوم، خو د طالبانو د بريدونو شمېر ته په پام سږنی کال څو برابره زیات وو .
سره له دې چې په افغانستان کې په ژمي کې نښتې کمیږي خو څارونکی وایی په دغه هیواد کې په روان میلادی کال کې نښتې نه دی کمې شوې بلکې نورې هم زیاتې شوې او طالبانوخپلو بریدونوته زیات پرمختګ ورکړی دی .



