د سوريې حکومت مخالفې ډلې: د مذاکراتو وروستی متن له چلونو او مجهولو ټکو ډک دی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵سلواغه ۶) الماس خدرخیل

وړمه ورځ د قزاستان په پلازمينه استانه کې د ترکیې او روسيې په ابتکار د سوريې د حکومت د څوارلسو مخالفو ډلو تر منځ غونډه جوړه شوه.

دغه غونډه چې دوه ورځې يې دوام وکړ، پکې د بشارالاسد د حکومت او د مخالفو وسلوالو ډلو د استازو په ګډون په قزاستان کې د امريکا سفير د ایران استازو او د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټیفن ډې میستورا هم برخه لرله.

د غونډې په پای کې د ایران، ترکيې او روسيې استازو موافقه وکړه، چې په سوريه کې د اوربند د څارنې لپاره به يو ميکانيزم جوړوي.

د غونډې په وروستي پريکړه ليک کې د سوريې د مخالفو ډلو د جوړجاړي خبره شوې وه، خو د سوریې د رژیم اپوزیسیون د دې پرېکړه‎لیک له لاسلیکه ډډه کړې ده.

له غونډې وروسته د وسله‎والې ډلې جېش‎الاسلام د سیاسي برخې مشر محمد علوش وويل”موږ د موافقې دا متن نشو لاسلیکولای، د اپوزیسیون د هغو ډلو په باور چې په استانه کې سره را یوځای شوي وې، دا متن له چلونو او مجهولو ټکو ډک دی.”

د دغې ډلې مشر علوش زياته کړه، چې دوی په پریکړه‎لیک کې د “جوړجاړي” له ټکي سره مخالفت لري ځکه دوی د جوړ جاړي لپاره نه بلکې د داسې سیاسي حل د موندلو لپاره استانې ته تللي وو، چې په سوریه کې د قدرت سیاسي انتقال ته لار هواره کړي.

د غونډې يو بل ګډونوال او د اپوزيسيون د پلاوي وياند اسامه ابوزيد رسنيو ته وويل: (موږ په‎دې موافقه کې برخه نه‎لرو. دا د روسیې، ایران او ترکیې ترمنځ موافقه ده . هغوی خپلواک هېوادونه دي او هره موافقه چې وغواړي، کولای شي. دا د هغوی خپل بیان دی. کله چې دا بیان د غونډې د وروستۍ اعلامیې په توګه وړاندې کېدو ته چمتو شو، موږ ورته وویل چې یو لړ ملا حظې لرو).

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button