د حضرت موسی علیه السلام په قصه کې درسونه او سبوقونه

لیکوال: مولوي محمد عطاءالحق “الموسوي ”
نشر او ترتیب: صفي الله “رائد ”
پرلپسې پنځمه برخه ـ شپږم درس.
د حق داعی دې دا تقاضا نه کوي چې خلک دې تر ما راشي بلکې داعی بايد خلکو ته ورشي او دعوت ورکړي.
خلک په داعی زيات حقوق لري، يو حق يې دا ده چې داعی بايد د دعوت له پاره هغوي ته ورشي، داعی بايد دا تقاضا ونکړي چې خلک دې ماته راشي بيا به زه دعوت ورکړم بلکې داعی بايد د مدعو تم ځاي ته ورشي او دعوت ورکړي . دا کار له يوې خوا د لا زيات ثواب موجب دی له بلې خوا د الله رسولان هم په دې مأمور شوي چې خلکو ته ورشي . لکه موسی ؑ ته اللهﷻ فرمايي :
﴿ اذْهَبْ إِلَى فِرْعَوْنَ إِنَّهُ طَغَى) (طه 24).
ترجمه : فرعون ته ورشه، بېشکه هغه سرکشه شوی دی. بل ځای موسی ؑ او هارون ؑ دواړو ته فرمايي : ﴿ فَأْتِيَاهُ فَقُولَا… )
ترجمه : تاسې دواړه ( موسی او هارون ) فرعون ته ورشئ ورته ووايئ …
د نبیﷺ هم دا مبارک عادت وو چې د دعوت له پاره به د خلکو کليو، کورونو او استوګنځايونو ته ورتلو، هغوي به يې دعوتول، د حج په موسم کې به له بهر نه راغليو حاجيانو ته ورتلو هغوي به يې دعوتول، مکې ته به چې د قومونو کوم مخور کسان راتلل نو دی به ورتلو او دعوت به يې ورکاوه، هغه ﷺ له مکې نه آن تر طائف پورې د دعوت په موخه خلکو ته ورغی .
اووم درس :
د حق داعی بايد لومړی د مدعو مرض او ګناه معلومه کړي، وروسته له هغه دعوت ورکړي .
د ظاهري امراضو هغه طبيب ښه طبيب وي چې لومړی د مريض مرض معلوم کړي (تشخيص يې وکړي) بيا له مرض سره مناسبه دواء ورکړي ، د هغې په خوړلو تاکيد ورته وکړي، له مؤذي شيانو پرهيز ورکړي ، که چېرې مريض خپله د خپل ځان، دوا او مرض پالنه نشي کولای نو د مريض وارث ته د هغه د پالنې او ساتنې امر او سپارښتنه وکړي .
همدغه ډول د روح ، زړه او باطني امراضو طبيب (د حق داعی) بايد لومړي د مريض (مدعو) مرض (ګناه) معلومه کړي ، بيا دې د هغه مناسبه دواء (دعوت) ورکړي، هغه اسباب چې مدعو په دنيا او آخرت کې د هلاکت کندې ته غورځوې له هغو څخه دې پرهيز ورکړي، که مريض (مدعو) په لاره برابر نشو يا خو برابر شوخو د ښويدو خطر يې لا موجود وه نو داعي دې هغه همداسې نه پريږدي بلکې پخپله دې هغه تعقيب کړي، معنوي پالنه دې وکړي يا دې خپل نائب ته وسپاري چې هغه يې پالنه وکړي چې هغه يې له بيا ښوييدلو څخه وژغوري .
که تاسې په قرآنکريم کې د الله ﷻ د هر پيغمبر د دعوت په کيسه نظر واچوئ نو درته جوته به شي چې هغوي هريوه لومړی د خپل قوم مرض (ګناه) تشخيص کړې بيا يې د هغه مناسب علاج (دعوت) ورکړی ، وروسته له هغه يې همداسې نه دې پريښي بلکې په کلونو کلونو يې هغوي تعقيب کړي او دعوت يې ورکړی .
وګورئ! فرعون او د هغه قوم ته له ورليږلو مخته الله پاک موسی ؑ ته د فرعون او د هغه د قوم مرضونه (ګناهونه) ور وښودل چې هغه سرکشه شوی ، د الوهيت دعوه يې کړې ، هغوي ظالمان دي ، هغوي فاسقان دي او داسې نور … بيا يې خبره (دواء) وروښوده چې د دغې، دغې خبرې په دغه دغه ډول امر ورته وکړه، له دغه او هغه شي پرهيز وکړه . ﴿ وَلَا تَنِيَا فِي ذِكْرِي ) (طه42)
ترجمه :او ځما په ذکر (دعوت او د دين په کار) کې مه ستړي کيږئ .
که په ځانګړي ډول د حضرت محمد مصطفی ﷺ په ارشاداتو نظر واچوو نو هم به راته جوته شي چې هغه هم په ځانګړي ډول د دې اصل پوره پوره خيال ساتلی . د بيلګې په توګه له هغه ص نه په مختلفو اوقاتو کې مختلفو اشخاصو پوښتلي دي چې ﴿ أَيُّ العَمَلِ أَفْضَلُ ؟ ) ( کوم عمل ښه دی؟) نو هغه ﷺ کله په ځواب کې لمونځ ښوولی، کله يې جهاد ښوولی، کله يې انفاق ښوولی، کله يې د والدينو خدمت ښوولی، کله يو او کله بل څه . يعنی د يوه سوال مختلف ځوابونه راغلي .
علماء يې يو لامل همدا بولي چې : سيدالکائنات ﷺ د هغه پوښتونکي مرض (نيمګړتيا) تشخيص کړې او بيا يې د هغه مناسب دواء (ځواب) ورکړی
نو د حق هر داعی بايددې اصل ته پام وکړي لومړی د مدعو مرض او ګناه معلومه کړي، وروسته له هغه دې بيا د مرض (ګناه) مناسب دعوت ورکړي .
اتم درس :
د حق داعی بايد خپله خطاء او تير وتنه تسليم کړي .
انسان نه هرو مرو خطاء کيږي خو ځيني خلک داسې وي چې کله کومه خطاء ترې صادره شي نو په يو صورت هم هغه خپله خطاء نه تسليموي، د خپل براءت له پاره په پوره کوښښ ناسم او مذخرف دلائل تراشي . خو د حق داعی بايد داسې نه وي ، ځکه ناسم دلائل لا د داعی شخصيت عيبجن کوي ، اعتبار يې ټکنی کوي ، خپل محبوبيت له لاسه ورکوي په نتيجه کې يې الله مکړه هدف ته رسيدنه له ستونزو سره مخ کيږي.
خو موسی ؑ داسې نه وو، هغه باندې چې فرعون د قبطي د وژنې اعتراض وکړ نو موسیؑ له خپلې خطاء نه يو مخ انکاري نه شو بلکې پخپله خطاء يې اعتراف وکړ، په جائز ډول يې خپله دفاع وکړه او فرعونيانو ته يې قناعت ورکړ. لکه اللهﷻ فرمايي :
﴿ قَالَ فَعَلْتُهَا إِذًا وَأَنَا مِنَ الضَّالِّينَ ) الشعراء (20).
ترجمه : موسی ؑ وويل : دا کار ما کړی وو خو زه په هغه وخت کې نه پوهيدم (چې دی به په يوه سوک وژل کيږي).
نور بیا…



