سيګار:افغانان هرکال ۲۸۵ ميليونه ډالره بهر ملکونو کې په تداوۍ مصرفوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ سلواغه ۷) الماس خدرخیل

سيګار يا د افغانستان د بيارغونې د چارو د څارنې لپاره د امريکا د سرمفتش ادارې په خپل نوي راپور کې ويلي، چې هر کال افغان وګړي په بهر ملکونو کې ۲۸۵ ميليونه ډالره په درملنې لګوي.

دغې ادارې په خپل تازه راپور کې ويلي، چې لا هم افغانستان د روغتيايي چارو په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دی.

په راپور کې راغلي، چې يواځې د امريکا نړيوالې پراختيايي مؤسسې USAID د افغانستان پر روغتيايي چارو شاوخوا نيم ميليارد ډالر مصرف کړی دی.

په ورته وخت کې د افغانستان د روغتيا وزارت وايي، چې په سلو کې ۷۲ تنه ناروغان چې په هېواد کې يې درملنه نه ده شوې بهر هېوادونو ته د تداوۍ لپاره تللي دي.

يادې ادارې په دوه زره پنځلسم کې ويلي و، چې د امريکا د نړيوالې پراختيا ادارې د افغانستان د عامې روغتيا وزارت پروژو ته د اټکل له مخې ۲۳۶ مليون ډالر ورکړي خو بيا يې مصرف نه دی محاسبه کړی.

دغې ادارې همداراز زياته کړې وه، چې د محاسبې نشتوالی او د افغانستان د عامې روغتيا په وزارت کې د فساد موجوديت د امريکا د مرستو د ضايع کېدو خطر رامنځته کړی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button