دنیغې لارې (صراط المستقیم) دوښمنان

لیکنه:قاری شفیق الله سهاند عمري

په تیره لیکنه (صراط المستقیم او په قران کریم کې د هغه مصداقات)کې مو د صراط المستقیم مختصره پیژندنه او تعریف وکړ او دا مو واضحه کړه چې قران کریم څلورو شیانو ته صراط المستقیم ویلي دي

۱:د الله تعالی یووالي (توحید) ته

۲: د الله تعالی کتاب ته

۳:د انبیاؤ لار(سبیل لأنبیاء) ته

۴:د رسول الله لار او تابعداري ته

پدغه لیکنه کې د صراط المستقیم له دښمنانو بحث کوو

لکه څنګه چې دغه لار تر ټولو غوره او مهمه لار ده نو همدارنګه سخت او مضر دښمنان هم لري ٬قران کریم موږ ته د نیغې لارې څلور ډوله دوشمنان را معریفي کوي

۱ شیطان: کله چې شیطان ګمراه شو٬ نو د ضد او عناد له وجې نه یې قسم وکړ چی زه به ستا بندګان “ستا له نیغی لارې” څخه اوباسم او هغوي به په هیڅ حالت کې په قرار نه پریږدم (ستا د بندګانو او ستا د نیغې لاري دښمني به کوم)٬الله تعالی په دې اړه داسې فرمايي:

قال فبما أغويتني لأقعدن لهم صراطك المستقيم (۱۶) ثم لآتينهم من بين أيديهم ومن خلفهم وعن أيمانهم وعن شمائلهم ولا تجد أكثرهم شاكرين (سورة الاعراف ۱۶او ۱۷ ایتونه)

ترجمه: شیطان وویل:له دې وجې نه چی تا زه ګمراه کړم نو خامخا به کینم ستابندګانو ته په “نیغه لار” کې٬بیا به نو راتلل کوم دوی ته له مخکې طرف د دوې څخه ٬او د شا طرف د دوی نه٬ او له ښي طروفونو د دوی نه ٬او د چپ طرفونو د دوی نه ٬او وبه نه مومي ته اکثر د دوي مؤحدین.

۲ د شیطان روحاني اولاده او د هغه پیروان: د شیطان پیروانو تل دا کوشش کړی چې د الله تعالی بندګان “د الله تعالی له لارې” څخه را وګرځوي٬دوی د دې کار لپاره بیلابیل پلانونه جوړ کړي او جوړوي یې٬ الله تعالی د دوی دښمني ته داسې اشاره کړې ده

إن الذين كفروا ينفقون أموالهم ليصدوا عن سبيل الله فسينفقونها ثم تكون عليهم حسرة ثم يغلبون والذين كفروا إلى جهنم يحشرون (سورة الانفال ۳۶)

ترجمه:بیشکه هغه کسانو چې کفر یې کړی ده هغوی خپل مالونه د دې لپاره خرچ کوي تر څو خلک “د الله تعالی له لارې” څخه منع کړي٬پس ژر ده چې دوی به خپل مالونه مصرف کړي بیا به راشی په دوی باندی افسوس او پښیمانتیا(ځکه چې خپل هدف ته به ونه رسیږي) او بیا به دوی مغلوب شي٬او هغه کسان چې کافران دې بیا به جهنم ته جمع کړل شي

همدارنګه هر پیغمبر چی الله تعالی رالیږلی نو د هغه خلاف شیطان او د شیطان پیروانو کړی٬الله تعالی په قران کریم کې د ډیرو پیغمبرانو یادونه کړې کله چې هغوی د الله لور ته بلنه ورکړه نو شیطان او پیروانو یې د هغوی مخه ونیوله او هغوی یې له دعوت منع کړل څوک یې ووژل او څوک یې له کلیو څخه پسې واخستل.

۳ ظالمان: د صراط المستقیم بل ډول دښمنان ظالمان دي الله تعالی فرمايي:

الذين يصدون عن سبيل الله ويبغونها عوجا وهم بالآخرة كافرون (سورة الاعراف ۴۵۵)

ترجمه: ظالمان هغه خلک دې چې منع کوي خلک “د الله تعالی د لارې” څخه٬او لټوي دوی په هغې کې کوږوالی او د اخرت څخه منکران دي

۴ جاهله ملایان او پیران: څلورمه ډله خلک چی د الله تعالی د نیغې لارې دښمني کوي هغوی ناکاره ملایان او پیران دي الله تعالی د دوی په هکله فرمايي:

يا أيها الذين آمنوا إن كثيرا من الأحبار والرهبان ليأكلون أموال الناس بالباطل ويصدون عن سبيل الله والذين يكنزون الذهب والفضة ولا ينفقونها في سبيل الله فبشرهم بعذاب أليم (سورة التوبه ۳۴)

ترجمه: ای ایمان والاو یقینا ډیر د ملایانو او پیرانو څخه داسی دي چی هغوی خامخا له خلکو څخه په ناروا طریقو د هغوي مالونه خوري٬او هغوی خلک “د الله تعالی د لارې” څخه منع کوي او دا هغه کسان دي چې سره او سپین زر جمع کوي او د الله تعالی په لاره کې یې نه خرچ کوي پس نو دوی ته په دردناک عذاب سره زیرئ ورکړه

نو مسلمانانو ته لازم ده چې د صراط المستقیم د دښمنانو له دښمنئ څخه ځانونه خبر او هر وخت یې په خلاف مبارزې ته حاضر أووسې

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button