اجرائيه رياست: په پاکستان کې د افغان مهاجرو د ايستلو په اړه غونډه کېږي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵سلواغه ۷) الماس خدرخیل

د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي، ټاکل شوې ده چې راتلونکې مېاشت د افغان کډوالو د ايستلو په اړه پاکستان کې درې اړخيزه غونډه جوړه شي.

اجرائيه رياست مرستیال وياند جاويد فيصل رسنيو ته وويل چې افغان چارواکي به په دې خبره ټينګار وکړي چې پاکستان کې ميشت مهاجر په خپله خوښه هېواد ته ستانه شي.

ښاغلي فیصل زیاته کړه: (د افغانستان، پاکستان او «UNHCR» غونډه په پلان کې ده چې د پاکستان په کوربتوب د راتلونکې عیسوي میاشتې یعنې د فبرورۍ په ۱۵مه نېټه جوړه شي. د بحث مسئله‌یې په پاکستان کې د افغان کډوالو د اسنادو او بېرته افغانستان ته د ستنېدو ده، که دا پروسه په مارچ میاشت کې ترسره کېږي، نو په‎کار ده چې دغه افغانان خپل هېواد ته په خپله خوښه ستانه شي).

د ورکړل شوي راپور پر حواله، په دې غونډه کې به د کډوالو چارو وزير سيدحسين عالمي بلخي د افغانستان په استازيتوب برخه واخلي.

په ورته وخت کې په کابل کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ نوې مشرې فاتحه المجزوب عبدالله ویلي، چې‌ دوی کار کوي څو د افغان دولت او مرسته کوونکو ادارو لخوا د ۲۰۱۷ کال د بشري مرستو لپاره پيل شوى کمپاین تقویه شي او له اړمنو خلکو سره مرستې وشي.

بل لور ته ملګرو ملتونو په پاکستان کې یو پروګرام پیل کړی، چې هر افغان کولای شي چې د پاکستان له امنیتي ادارو شکایت وکړي، که‌یې له پاکستانه په زوره د دوی د ایستلو هڅه کړې وي.

ويل کېږي، چې په راتلونکې درې اړخيزه غونډه کې به د افغان مهاجرو پر ثبت شویو شکایتونو هم بحث وشي.

د يادونې ده، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې د چهارشنبې په ورځ وویل چې افغان مهاجر کولای شي چې د ټویټر، فېس‌بوک او یا هم عادي پیغام له لارې له ملګرو ملتونو سره خپل شکایت ثبت کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button