هلمند ولايتي شورا: د کجکي بند ۹۰ فيصده عايدات طالبان ټولوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵سلواغه ۷) الماس خدرخیل

د هلمند ولايتي شورا وايي، چې د دغه ولايت د کجکي بند په سلو کې ۹۰ فيصده عايدات وسلوال طالبان اخلي.

د ولايتي شورا معاون رسنيو ته ويلي، چې د کجکي بند ۹۰ فيصده عايدات طالبان ټولوي چې د کال ۵۰۰ ميليونه پاکستانۍ کلدارې کېږي.

نوموړی زياتوي چې طالبان د دې برېښنا د پيسو ټولولو منظمه اداره او کارکوونکي لري.

هغه همداراز وايي، چې د کجکي بند زياتره اطرافي سيمې د وسلوالو طالبانو لاس کې دي او افغان دولت په هغو ځمکو حاکميت نه لري.

له دې مخکې هم د برېښنا شرکت ويلي و، چې طالبان د خپل واک لاندې سيمو نه د برېښنا عايدات له خلکو اخلي او دوی نه شي کولی چې له هغو سيمو د برېښنا پيسې راټولې کړي.

څو ورځې وړاندې هم داسې راپورونه ورکول شول چې د کندوز ښار او يو شمير نورو سيمو طالبان د برېښنا د بیل پيسې له خلو او د یو شمير معادنو د قراردادونو پيسې اخلي.

ويل کېږي، چې وسلوال طالبان له دې لارې خپل جنګيالي تمويلوي او په افغانستان کې د بهرنيو او دولتي چارواکو په مقابله کې جګړه پر مخ وړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button