نيويارک ټايمز: ټرمپ په ملګروملتونو مالي مرستې کموي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵سلواغه ۷ ) الماس خدرخیل
په امريکا کې چاپېدونکې نيويارک ټايمز ورځپاڼې په يو تازه راپور کې ويلي د امريکا نوی ولسمشر ټرمپ په نظر کې لري چې د ملګرو ملتونو په ګډون په یو شمير نړيوالو مرستندويه ادارو باندې ۴۰ سلنه مالي مرستې کمې کړي او له ځينو نورو سره لاسليک شوي تړونونه فسخه اعلان کړي.
نیویارک ټایمز زياتوي، چې دوه تقنیني فرمامونه یې ترلاسه کړي، په یوه کې د ملګرو ملتونو له هغو ادارو او نړیوالو سازمانونو سره د مالي مرستو د بندولو غوښتنه شوې، چې په یو ډول یې پر ایران او شمالي کوریا د لګول شوو بندیزونو پر وړاندې بې پروايي کړې یا یې هم فلسطیني ادارې ته بشپړ غړیتوب ورکړی دی.
ورځپاڼه ليکي (د یو پریکړه لیک له مخې چې تر اوسه پورې لاسلیک شوی نه دی، ډونالډ ټرامپ په پام کې لري چې په یو شمیر نړيوالو سازمانونو مالي مرستې کمې او قطع کړي، چې يو له هغو يې د ملګروملتونو سازمان دی).
د يادونې ده، چې امريکا د ملګروملتونو سره تر ټولو زياتې مرستې کوي، چې د دې مرستو په قطع کولو سره شايد دغه اداره له يو لړ ستونزو سره مخ شي.



