افغان پوليسو او اردو ته د خواخوږۍ پيغام

ليکوال : امين وردګ
اې د مسلمان افغان بچيانو ؛ تاسو بايد ويښ شئ !
تاسو د هغو باتورو او ننګياليو افغانانو بچيان ياست ؛ چې تل يې د طاغوت ملاوې ور ماتې کړې دي !
ستاسو تاريخ تاسو ته وياړ پريښى .
همدا ستاسو نيکونه وو چې د مغولي او تاتاري لېوانو (چنګيز ، هلاکو او ګوډ تيمور) ملاوې يې ور ماتې کړلې !
همدا ستاسو نيکونه وو چې د مجوسيانو پزې يې کږې او د (ګورګين) مرۍ يې پرې کړې وه.
همدا ستاسو نيکونه وو چې لويه شيطانه (برتانيه) يې درۍ ځله په ګونډو کړه.
ستاسو پلارونه وو چې شرقي امپراتوري يې د تل د پاره تارمار کړه.
نو دا پر تاسو څه وشول ؛ چې د خپلو نيکونه پاکې وينې مو (د همغوى پر دښمانانو) باندې _يوازې د يو څو لعنتي کاغزي بانک نوټونو په بدل کې_ و پلورلې ؟
که ستاسو هغه ميړني نيکونه _چې همدا غربي او شرقي طاغوت يې تر پزې را وستلى ٶ_ له تاسو و پوښتي ؛ چې ولې ؟
تاسو به همدا لکۍ لرونکي دروغ ورته واياست ” چې زموږ جګړه خو له پاکستان (؟) سره وه ” ؟
لږ فکر وکړئ ؛ فکر کول د باتدبره او هوښيارو خلکو کار دى !
زه همدا تا (لوستونکي !) ته د الله په نوم قسم درکوم چې ؛ تا لا تر اوسه د (افغان او غرب) په جګړه کې کوم پنجابى ليدلى دى ؟
ما خو والله که ليدلى وي ، نه پنجابى دومره غيرت لري ؛ چې ځنځيرونه وژويي او په سکروټو کې پلى لاړ شي.
نو اې کمبخته ، کمفکره او کم عقله (افغان ؟!) عسکره !
دا پر تا څه وشول ؟
ښه يې ګورې چې ټولو کفارو اشر درته کړى ، نږدې د پنځوسو (کفري هېوادونو) وحشي نظاميان سره راټول شوي او ستا اسلامي مقدسات ، بيت المال ، خاوره ، معادن ، کلتور ، عنعنات ، عفت ، تاريخ او خپلواکي يې تر بريدونو لاندې راوستلي دي او ته لا ورته ګورې ، والله چې درته ننګ دى .
دېته د پام شته که نه ؛ چې هغوى ښځې او نران (له وسلو سره) راغلي ؛ ((ستا)) يې هر څه در لوټ کړل او ته هم ورسره مل يې ، أءهه !
ته او خداى چې ستا وجداني قضاوت همدا دى ؟
ته او الله… همداسې د يوه مسلمان افغان سره اړينه ده ؟
ته او خداى چې ستا نيکونو او پلارونو به همدا غوښتل؟
ته او خداى چې ستا الله او ستا پيغمبر په همدې خوشاله کيږي ؟
ته او خداى چې د وطن پېغلې به ستا پر همدې غلامۍ فخر وکړي ؟
نه !!!
زه پوه يم ؛ چې همدا زما خبرې هم د ISI پلان درته ښکاريږي ؛ خو نه ! زه د افغانستان په يوه ښار کې او سېږم ، ټول مصارف له خپل جيب نه کوم او د خپل لاس ګټلي خورم !
والله که مې په ټول عمر کې يوه افغانۍ معاش هم د دې د پاره له چا اخيستى وي چې ((سياسي فعاليت ورته وکړم)) نه دومره بې وجدانه او خائن يم.
زما استاذ تاريخ دى او مغزي پيچکاريانې د الله قانون راکوي ، اوس پوه شوې ؟
خبرې خو ډېرې دي مګر زه يې لږ را لنډوم !
الله پاک امر کړى چې {{تاسو ته کفار هر ځاى د قتل د پاره برابر شول ؛ نو قتل يې کړئ ، بند يې کړئ او محاصره يې کړئ}}
نو زما په لاس کې خو اوس قلم دى ؛ هم مې بند کړي او هم مې محاصره کړي ان شاءلله ، مګر ستا په لاس کې هم وسله شته او هم موقع ؛ خو افسوس چې قوي ايمان او قوي وجدان ته سخته اړتيا ده ؛ که يې الله درکړي.
دا واوره !
کوم لاسونه چې د الله لوري ته لپه شوي او لپه کيږي ؛ د هغوى ټولو غوښتنه ((د مجاهد حفاظت او د کافر ذلت دى)) نو مجاهد شه ؛ چې الله عزت درکړي او له ذلت نه ځان وباسه !
شاته داسې ځلاند نوم پرېږده ؛ لکه د (عبدالعظيم) : چې نن يې يوازې پر نوم باندې ټوله اسلامي نړۍ فخر کوي ؛ هغه هم ستا غوندې يو دولتي عسکر ٶ ؛ مګر الله پاک دومره لوړ شان ورکړ ؛ چې تر ډېرو مسلمانانو اوچت شو.
ته هم عزم وکړه ، همت وکړه ؛ د کافر ککره ماته کړه ، وطن آزاد کړه ، د مسلمانو خويندو عزت خپل او په قرآن ننګ وکړه.
د پنجاب آرمانونه خاورې کړه ، د ايران نقشې څيرې کړه ، د غربيانو آرمانونو او تمو ته اور واچوه ، همت وکړه ؛ د دين ، ناموس او خاورې عسکر شه!
په الله توکل وکړه !
د الله د پاره پورته شه ، د هر مزدور پزه ماته کړه ؛ هغه که د هر چا مزدور وي ، نور ته هم دا د کفر مزدوري بس کړه او د اسلام مزدور شه ؛ د غرب عسکري بس کړه ، د الله عسکر شه ؛ د پنجاب غلامي پرېږده ، د الله غلام شه.
پورته شه ، وياړ مو شه او د سر تاج مو شه ؛ وطن د غرب په وينو و رنګوه نه د خپل ورور او خپلې خور په وينو !
ځه له الله سره پيمان وکړه!
ويښ شه او و ګوره : د دولت مشران خو د وينې چې د جانکيري ظالم لانځکې دي !
وطن د خرڅ او عزت د لوټ شو ، قرآن کريم درته پليتو غربيانو په اور کې وسوزولو ، نو ته به کله ننګ کوې ؟
نور ويښ شه او بس کړه دا د ذلت ژوند.



