حزب اسلامي او اخره خاتمه يې

ليکنه: استاد حمزه افغان

حزب اسلامي چې په کال ۱۹۷۷ل کال کې جوړ شوی، مشري يې ګلبدين حکمتيار کوله او دوه کاله وروسته ترې مولوي محمد يونس خالص رحمه الله د ځينو ملاحظو پر بنسټ جدا شو او د اسلامي حزب په نوم يې بله ډله اعلان کړه چي له پیله ورسره د مولوي جلال الدين حقانى، حاجي دين محمد، شهيد انجنير محمود، حاجي عبد القدیر په شمول ډېر با نفوذه خلک ملګري ول.

حزب اسلامي چي د روسانو په مقابل کې يې  جهاد کړی و او ډېر افغانان ورسره د اسلام او جهاد لپاره ولاړ وه چې اسلامي نظام به قايم کړي خو کله يې چې تنظيمي جنګونه پیل کړل نو ځينو رښتينو مجاهدینو ته د دوی خودخواهي څرګنده شوه چې دوی ته واک او چوکۍ له هرڅه مخکې دي، نو په هماغه وخت کې ترې ډېرو مجاهدينو لار بېله کړه.

یا په کور کیناستل او یا له نورو جهادي ډلو سره یو ځای شوه.

دا چې اوس د حکمتیار حزب ، د طالبانو په وړاندې د وسله والې مقابلې کلک هوډ څرګند کړی دی، او د طالبانو د ځپلو په موخه يې له حکومت څخه د امکاناتو غوښتنه هم کړې، دا هم کومه نوې خبره نده، د پخوانی جهاد په وخت کې هم دغې ډلې له کمونستانو او روسانو څخه مجاهدین ډېر وژلي، او په افغانستان باندې د امریکايی یرغل له پیله يې هم په وسله وال جهاد کې کومه ونډه نه درلودله، په فرهنګي ډګر کې يې چې څه ترسترګو شوي هغه يې هم ټول د طالبانو برياوې ځانو ته منسوب کړي.

د حکمتيار په اختريزو ويناووو کې دا خبره ډېره تکرار شوې چې مونږ په ملي اردو ډز نه کوو، زمونږ یوازينی دښمن امریکا ده. او فدايي بريدونه يې هر ځل په کلکو ټکو غندلي دي، او رښتیا هم دوی له حکومت سره ستونزه نه درلودله، ځکه د امريکايانو له راتګ سره د کرزې په حکومت ټولې مهمې چوکۍ د هغو حزبيانو په لاس کې وې چې د حکمتیار په امر کابل ته تللي دي او حکومت کې ورګډ شوي دي، چي تقريبا ۴ وزيران او د پارلمان ۶۳ غړي حزبيان وه.

او د اشرف غني په حکومت کې هم ټول دوی دي، قطب الدين هلال يې په انتخاباتو کې مرسته وکړه، او د عبد الهادي ارغنديوال او جمعه خان همدر په شمول نورو يې د ډاکټر عبد الله په واک ته رسولو کې پوره مرسته وکړه، تر دې چې د اجرائيه ریاست مرستیال هم حزبي انجنیر محمد خان دی، او د پارلمان مشري هم د یو حزبي عبد الرؤف ابراهيمي په لاس کې ده. او داسې نور حزبي مشران د حکومت په مهمو پوسټونو واکمن دي.

او په دې سربېره په اکثره ولایتونو کې د اربکي سازۍ پروژه هم ورته حزبيانو د امریکايي اشغال له پیله پرمخ بیولې چې د بېلګې په ډول يې د غزني ، بغلان او ميدان وردګو د اربکيانو يادونه کولی شو چې تراوسه يې نه په امریکایانو یو ډز کړی او نه يې په حکومت کوم بريد کړی او ځانونه به یې د حزب اسلامي مجاهدين بلل، خو د حکومت لخوا به يې د محلي پولیسو په نوم معاشات او امکانات هم ترلاسه کول او په پوستو به يې د حکومت بیرغ ولاړ وه.

لنډه دا چې له پیله تراوسه ۹۵ فیصده د حزب مشران په حکومت کې ونډه لري، ۴ فيصده يې په شمشتو کې اوسېږي، او د ګوتو په شمار کسانو يي تش په نوم جهاد ترسره کاوه، لکه په کاپيسا کې د احمدى (رحمه الله) تر قومندې لاندې يو څو کسيز ګروپ، په کنړ کې يې د کشمير خان په مشرۍ شتون درلود، چې د نوموړي د کور په لار د عسکرو پوستې وې، کومه ستونزه يې ورسره نه درلودله او ښه تګ راتګ يې سره کاوه، په پکتيا کې يې قومندان  حضرت محمد و، چې په ښکاره يې د اربکيانو مشري هم په غاړه درلودله. او په بغلان کې يې قومندان ميرويس و چې له غلاګانو پرته يې تراوسه بل څه نه دي کړي.

راځو دې ته چي حکمتيار صاحب په ۲۰۱۲ کال کې له شمشاد سره په يوه مرکه کې د اميرالمومنين ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله په لهجه غږېده او وويل يې چي زه به خپل ملت ته پيغور پرېنږدم او ترهغه  به جهاد کوم چي کفار له افغانستانه وتلي نه وي او اسلامي نظام قائم شوی نه وي. او په ځينو نورو پيغامونو کې يې ويلې چې ترڅو چې يو امريکايي هم  په افغانستان کې شتون ولري زه به خپله وسله په ځمکه کېنه ږدم.

خو نن چې امریکایان په هیواد کې شتون لري، او دغه حکومت چې امریکایانو سره يې امنيتي تړون لاسلیک کړی و، دوی ورسره  یو ځای شول، وسله يې په ځمکه ورته کېښودله. نه ورته پيغور ښکاري او نه بد کار.

افغان ملت ډېر له مخکې تاسې پيژني، ستاسو هغه ستره جفا او خیانت به له چا هیر شي چې پاټکي قومندان زرداد ته مو امر وکړ چې په غزنى کې د طالبانو د اسلامي حکومت د پرمختګ مخه ونيسي.

د مسلم  او بخاري شريف حديث  دی چې که کوم کس يوه وليشت جنت ته نږدې وي نو دى به داسې يو کار وکړى چې اهل النار به شي يعنې دوزخ ته به داخل شي او که څوک يو وليشت دوزخ ته نږدې وي، دى به داسې يو کار وکړي چې اهل الجنة به شي يعنې جنت ته به داخل شي.

ابن قيم رحمه الله فرمايلي دي: چې څوک اسلامي او جهادي مبارزه پرېږدي او کفر ته تسليم شي او مجاهيدينو پسې بدې خبرې کوي نو د هغه مثال داسې دی لکه يو کس چې ټوله ورځ روژه ونيسي او په اخر کې روژه ماته کړي او روژه وخوري نو د ثواب په ځاى عذاب ورته زيات شي.

او د بخاري شریف په يو حدیث کې راغلي چې: «وَإِنَّمَا الْأَعْمَالُ بِالْخَوَاتِيمِ» یعنې عملونه په خاتمو سره دي.

نو حزب که اول جهاد هم پیل کړي وي لکه چې دعوه کوي، خو خاتمه يې داسې شوه چې وسله يې مخکې له هدف ته رسېدلو څخه په ځمکه کېښودله او دوښمن ته تسليم شول.

په پاي کې دا وايم چې دغو مشرانو ملت، له دوه ميليونو شهيدانو سره ، په ميليونو زخميانو سره ، په لکونو کونډو سره، په لکونو يتمانو سره او د شهيدانو له ارمانونو سره، او د افغانانو له هغه ارمان سره يې ستر خيانت کړی دی چې اسلامي نظام به راشي او خپل ځانونه يې ترې قربان کړل ، نو دوى له  اسلام سره خيانت کړى دی، دوى د يتمانو حق خوړلې دی، دوى له قرآن سره خيانت کړى دی، دوى له هغو مهاجرو عربانو شهيدانو سره خيانت کړی دی چې د دوى ترقومندې لاندې يې په اسلام ځانونه قربان کړل.

دغه ټول خيانتونه داسې دي چې هيڅکله د معاف کېدلو نه دي، ځکه چي د شهيدانو، يتيمانو، کونډو، د مجاهيدينو حق، دا ټول حقوق العباد دي او د بنده حق پخپله بنده بخښي نو مشکله ده چې دا  مشران دا دوه ميليونه شهيدان وبخښي !!

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button