د امریکا په هوایی ډګرونو کې د ټرمپ د فرمان په ضد لاریونونه شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ سلواغه ۱۰) صابر خپلواک

سلګونو معترضانو په هوایي ډګرونو کې د ټرمپ د فرمان په ضد مظاهرې شروع کړې.

د امریکا په یو شمېر هوایي ډګرونو کې ګڼ شمېر لاریون کوونکو د هغه کسان د بیرته خوشي کیدو غوښتنه کوي، چې د امریکا په هوایي ډګر کې نیول شوي دي.

د راپورونو له مخې یاد لاریونونه د نیویارک په جان اف کنډي هوايي ډګر کې شروع شوي دي، لاریون کوونکي  همدا نارې وهي تر څو چې که یاد بندیان خوشي نشي تر هغې به خپلو لاریونونو ته دوام ورکړي.

دوی د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هغه فرمان پرضد لاریونونه شروع کړي، چې د اوو هېوادونو ویزه لرونکي وګړي یې امریکا ته له ننوتلو منع کړي دي.

د لاس انجلس، سن فرانسیسکو او ډالاس په ګډون د امریکا په ځینو نړیوالو هوايي ډګرونو کې هم د پناغوښتونکو په ملاتړ او د ډونلډ ټرمپ د فرمان ضد غونډې شوې دي او جدي عکس العملونه یې ښکاره کړي دي .

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ نن د شنبې په ورځ د واشنګټن رسنیو ته ویلي دي، چې دا فرمان یې امریکا ته د مسلمانانو د تګ د مخنیوي مانا نه لري.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button