ټرمپ له پوتين سره د اړيکو په پراختيا ټلفوني خبرې کړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵سلواغه ۱۰) الماس خدرخیل
د امريکا ولسمشر ټرمپ له خپل روسي سيال ولاديميرپوتين سره نيم ساعت ټلفوني خبرې کړي دي.
د دواړو هېوادونو مشرانو تر منځ په ټيليفوني خبرو کې د اړیکو په پراختیا او له ترهګرۍ سره پر مبارزې غږېدلي دي.
سپینې ماڼۍ ویلي، چې د دوی خبرې مثبتې وې او د امریکا او روسیې ترمنځ د اړیکو د ښه کولو لپاره، چې ترمیم ته اړتیا لري، یو مهم پیل و.
د سپينې ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي: (دواړه ولسمشران ټرمپ او پوتین هیله لري چې د نن ورځې له خبرو وروسته به دواړه خواوې و کولای شي چې د ترورېزم او نورو مهمو مسئلو برخه کې چټک اقدام وکړي.
د روسي رسنۍ رشیا ټوډې وايي، په دې اړیکه کې دواړو اړخونو د سوریې، ایران، اسرائیلو او ځینو نورو هېوادونو په اړه خبرې کړې دي.
بل پلو د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ کریملین په یوه بیان کې ویلي د خبرو فضا د امریکا او روسیې د اړیکود ښه کولوپیل ښکارېد.
د يادونې ده، چې ټرمپ تېره ورځ د نړۍ د پنځو هېوادونو له مشرانو سره تلیفوني خبرې وکړې، چې تر ټولو مهمه یې د پوتین تلیفوني اړیکه وه.
دا ټيليفوني اړيکې په داسې حال کې کېږي چې ډونالډ ټرمپ په روسیې د لګیدلو بندیزونو په لېرې کولو غور کوي.



