امريکا: په ټکساس کې يو مسجد ته اور اچول شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵سلواغه ۱۰) الماس خدرخیل
وروسته له هغې چې د امریکا متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالد ټرمپ د یوه اجرائیه فرمان په صادرولو سره د عراق، ایران، سوریې، لیبیا، سوډان، سومالیا او یمن اوسېدونکي د امریکا خاورې ته له ننوتلو منع کړل په دغه هېواد کې د مسلمانانو پرضد نفرتونه راپورته شوي دي.
تازه ورکړل شوي راپورونه وايي، چې د مسلمانانو پرضد د نفرتونو د لړۍ پیل دا دی چې تېره شپه د امريکا د ټکساس ايالت په ويکټوريا ښار کې د مسلمانانو يوه مسجد ته اور اچول شوی دی.
په مسجد کې د ځاني زيان په اړه څه نه دي ويل شوي، خو مسجد په مکمله توګه سوځېدلی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د اسلامي اړیکو شورا د ټرمپ د هغه فرمان په غبرګون کې چې دغه هېواد ته یې د ځېنو مسلمان هېوادونو د وګړو پر راتګ محدودیتونه لګولي محکمې ته شکایت کوي.
د یادې شورا حقوقي مسؤله، لینا مصري وایې هیڅ داسې شواهد نشته چې کډوال دې د امریکا ملي امنیت ته خطر پېښ کړي.
د اسلامي اړیکو شورا په امریکا کې د مسلمانانو د آزادۍ مدافع ټولنه ده چې یوه موخه یې د اسلام په اړه د خلکو د پوهاوي زیاتول دي.
وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د سپینې ماڼۍ د جیګپوړو چارواکو له قوله لیکلي، چې دغه لنډمهال بندیز د دې لپاره ضروري دی چې امریکا ته د ورتلونکیو خلکو داسې چاڼ وشي چې ترهګر په کې ورتېر نشي.



