امريکاته د٧ هيوادونود وګړو پرتګ بنديزبه مسلمانان يوموټى کړي

سر لیکنه
دامريکا نوي جمهور رئيس د اوو هېوادونو امريکاته په تلو بنديز اعلان کړی دى چې له دې اعلان سره هغه اووه هيوادونه چې امريکاته په تلو پرې ټرمپ بنديز ولګاوه هغو دامريکا په مقابل کې ورته عکس العمل ښودلی دي وايې چې که زموږ دهيوادونو وګړي امريکا ته دلګول شوي بنديز له امله نه شي تلای نو امريکايانو باندي هم زموږ لخوا بنديزدی چې بايد زموږ هيوادته رانه شي.
د اوو امريکا ته په تلو د بنديز هيوادونو علاوه يوشمير نو روغيرمسلموهيوادونو هم پرامريکا نيوکه کړي ده چې پر يو مذهب بنديز دملګروملتونو دقوانينو خلاف عمل دي .
د اروپایي اتحادیې دوه لویو هېوادونو جرمني او فرانسې او همدارنګه برتانیا د امريکاجمهو رئيس ټرمپ د هغه حکم په وړاندې غبرګون وښود چې د یو شمېر اسلامي هېوادونو اتباع امریکا ته له ورتګ څخه منع کوي او نه يواځې داچې دامريکاسره به د مسلمانانو کرکه او نفرت زيات شي بلکه د نورو هغو غيرمسلیمو هيوادوو سره به هم دمسلمانانو کرکه او نفرت زيات شي کوم چې مسلمانان پکې ميشت دي .
دامريکا لخوا پر (٧) هيوادونوچې په ورتلوېې بنديز لګول شوى ایران، عراق، لیبیا، سومالیا، سوډان، سوریه او یمن ياد کړل شوي دي ټرمپ په دې بهانه چې په دې يادو هيوادونوکې ترهګر روزل کيږي بايد امريکا ته یې دراتلو مخه ونيول شي.
جرمني هغه هېود دى چې په یوه کال کې ېې له یوه میلیون نه ډېرو سوریایانو، افغانانو او عراقیانو ته پناه ورکړې ده او د ټرمپ سره ېې په ټليفون کې په دې حکم کلک مخالفت وکړ.
دجرمني لومړۍ وزیرې انګیلامیرکل په خپل غبرګون ښودلو سره وویل چې د ترهګرۍ پر ضد نړیواله مبارزه د دغو ګامونو لپاره بهانه نشي کېدلی ټرمپ بايد په دې پوه شي چې دمسلمانانو سره مخالفت به دامريکا په تاوان تمام شي.
د ميرکل په څير د نورو غير مسلمو هيوادونو مشرانو هم د ټرمپ سره مخالفت ښوولى دي ويلي ېې دي چې دا د توجیه وړ نه ده چې د یوه ځانګړي بګراونډ یا ایمان په لرونکیو خلکو باندې دې شک وشي، ترهګر اوس هرچاته څرګند دي چې له کومه راځي؟ څوک ېې روځي؟ او څوک وسلې ورکوي هرکال په اروپاکې په سوونو پيښې کيږي چې غيرمسلم په ترهګرۍ کې په لاس لرلو ثابت شي .
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر جین مارک ایرالټ، دبرتانيي دبهرنيوچارو وزير بوریس جانسن، دعرب ليک غړو هيوادونو، د عراق بانفوذه شیعه عالم مقتدا صدر،په خپل غبرګون سره ټرمپ ته ويلي «دا به ستاسو لپاره د کبر خبره وي چې تاسو ازادانه عراق او نورو هېوادونو ته ننوځئ په داسې حال کې چې هغوی خپل هېواد ته درننوتلو ته نه پرېږدئ تاسو (امريکا)هم باید خپل اتباع در وباسئ.»
دايران حکومت خو دامريکا په مقابل کې د متقابل عمل اعلان کړی دى دايران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ویلي موږ به هم دامريکا په مقابل کې په انتقامي عمل لاس پورې کړوخو هغه چاچې دمخه ېې دايران ويزې ترلاسه کړي هغه ايران ته راتلای شي.
سوډان چې دامريکالخوا په بنديزلګول شوو هېوادونوکې راځې په خرطوم کې ېې دامريکا شارز دا افیر احضار کړی او ورته یې ویلي دی چې د ټرمپ حکم «منفي پیغام» لېږدوي.
دپاکستان مشهورې ورځپاڼې پاک ټريبيون د سپينې ماڼۍ د دفتردرئيس په حواله ليکلي چې سي،بي،اس نيوز ته ېې ويلي د پاکستان په شان نور هیوادونه هم چې ورته ستونزې لري په دې (لیست) کې راتلای شي.
د ټرمپ دا وينا به د ٧ هېوادونو په وګړوچې بنديز ېې پرې اعلان کړي شاوخوا امريکاسره په تګ راتګ شپږميليونو مسلمانانو باندي اغيز وکړي .
که دمخه په بيلا بيله توګه امريکا مسلمان هيوادونه په ډول ډول پلمو ځپل اوس چې امريکا د ٧ هيوادنوپه وګړوبنديز ولګاوه داټول ېې په يوه اواز سره مخا لف شول چې د امريکاسره دا مخالفت به مسلمانان سره يو موټى کړي اوبله داچې امريکاپلوي هېوادونه به هم دامريکا مخا لفت پيل کړي، کاناډا اعلان کړې هغه کډوال چې امريکا رد کړي او نه ېې مني کاناډا ته په ازادانه توګه راتلاى شي.



