د کاناډا پر مسجد بريدګر د پنځو مسلمانانو د قتل په تور نيول شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵سلواغه ۱۲) الماس خدرخیل

د کاناډا پوليو ويلي، چې په دغه هېواد کې د مسلمانانو پر مسجد بريد کونکی يې د پنځو مسلمانانو د قتل په تور نيولی دی.

د پوليسو په وينا نوموړی ۲۷ کلن فرانسوی دی، الکسندربیسونيټ نومېږي چې ۲۷ کاله عمر لري او په کاناډا کې يې زده کړې کولې.

دغه فرانسوي محصل د يکشنبې پر ماښام د کبک په مسجد کې په لمونځ کوونکو ډزې وکړې چې ۶ کسان يې ووژل او ۱۹ نور يې ټپيان کړل.

د کبک پوليسو پر الکسندر د قتل شپږ تورونه پورې کړي او د قتل د هڅې پنځه تورونه نور هم پرې لګول شوي دي.

ويل کېږي دغه بريدګر به د کبک محکمې ته حاضر شي.

سي بي ایس تلوېزین په خپل راپور کې ویلي، چې دغه کس بیسونیټ لافال پوهنتون کې سیاسي علوم لولي. دا پوهنتون له جومات نه نژدې ۳ کیلومتره لیرې دی.

د کاناډا لومړي وزیر جسټن تروډو په یوه خبرپاڼه دغه بريد غندلی او ويلي يې دي: (کاناډايي مسلمانان زموږ د ملي یووالي مهمه برخه جوړوي، زموږ په ټولنه، ښارونو او هېواد کې دغه ډول کارونو ته ځای نه شته).

د مصر ازهر او د اردن پاچا دويم عبدالله هم د کاناډا د کبک په مسجد کې پر مسلمانانو دغه بريد غندلی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button