پاکستان: د جماعة الدعوة مشر حافظ سعيد نظربند کړل شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵سلواغه ۱۲) الماس خدرخیل
د ورکړل شويو راپورنو پر بنسټ پاکستاني ځواکونو د جماعت الدعوه ډلې مشر حافظ سعید په خپل کور کې نظر بند کړی دی.
نوموړی د جماعت الدعوه تنظيم مشر دی چې په پاکستان کې خيريه کارونه پر مخ وړي، خو په دې وروستيو کې د امريکا له لوري د يوې ترهګرې ډلې په نوم ياد شوی دی.
پر نوموړي باندې د ۲۰۰۸م کال په هند کې د بمبي د بريدونو تور پورې شوی، چې پکې شاوخوا ۱۶۰ کسان وژل شوي و.
په داسې حال کې د نوموړي د نظربندۍ خبر ورکول کېږي، چې د پاکستان د کورنيو چارو وزير چوهدري نثار ويلي، چې د ښاغلي سعيد په مشرۍ جماعت الدعوه ډله په نړېوال تور نوملړ کې ده او پاکستان اړ دى چې په وړاندې يې اقدام وکړي.
بل پلو د حافظ سعيد وياند وايي، چې د نوموړي پرضد دا ګام د امريکا د فشار له امله شوی دی.
ويل کېږي د نوموړي سره په خپل کور کې د دغه تنظيم څلور نور غړي هم نظربند دي.
د پاکستان د دفاع وزارت يوه لوړ پوړي چارواکي چې نوم يې نه دى اخيستل شوى د رويټرز خبري آژانس ته ويلي: د ولسمشر ټرمپ د ادارې له لوري يې په دې تړاو کوم څه نه دي اورېدلي خو ولسمشر ټرمپ د اسلامي هېوادونو په وړاندې سختې پرېکړې کوي او په څرګنده ويل کېږي چې د پاکستان پر وړاندې به هم ورته اقدام وشي، نو په دې برخه کې دا خبره په پام کې نيول شوې).
حافظ سعيد په ٢٠٠٨ م کال کې پر ممبۍ له شويو بريدونو وروسته هم په کورکې نظر بند شوى و، خو شپږ مياشتې وروسته بېرته په دې خاطر پرېښودل شو، چې پاکستان وویل د نوموړي د محاکمې په اړه کافي اسناد نه لري.
امريکا د حافظ سعيد پر سر ١٠ ميليون ډالر جايزه ايښې ده.



