ليونی سپی دې وي، ژوندی دې وي (!؟)

ليکوال: حمزه افغان
د امريکا د دفاع وزير لوړه وکړه جميز ماتيس چى په ( ليوني سپي) سره شهرت لري، ۶۶ کاله عمر لري او د امريکا په پوځ کې تر دا ۴۰ کالو کار کوي او په ۲۰۱۳م کال کې له پوځه تقاعد شوی و.
د امريکا د دفاع وزرات د ځمکنيو، سمندري، هوايي، بلک واټر ، او ډيرو نورو پوځي او استخبارتي ارګانونو له لارې د نړۍ په اکثره حکومتونو حکومت کوي ،
د امريکا دفاع وزرات شاخوا ۱۲ ميلينونه سرتيري ، افسران ، او احتياطى سربازان لري.
جميز ماتيس چي د امريکا نوی وزير دفاع وټاکل شو چي د مسلمانانو په باره کې منفي خبري کوي په ارګ کې ناست خلک من من غوشه اخلې ځکه چي د مسلمان نه مراد ورته په افغانستان کې طالبان ښکارې.
اوس چي د امريکا نوې وزير دفاع وټاکل شو او د جنګ ډير سخت شوق لري او د مسلمانانو سخت مخالف ده او په (ليوني سپي ) سره مشهور ده
نو غلامان ورته ځکه خوشحاله دي چي وايي :: (ليونی سپی دې وي، ژوندی دې وي)
له ټرمپه او دفاع وزرات نه د افغان ولسمشر هغه غوښتنه چې له رسنیو پټه ساتل شوې وه
ولسمشر اشرف غني له خپل نوي امريکايي سیال ډونالډ ټرمپ څخه په پټه غوښتي چې نور تازه دمي امريکايي پوځيان افغانستان ته را واستوي.
دغه غوښتنه تر اوسه له رسنیو سره نه وه شريکه شوې.
ډونالډ ټرمپ د «وال سټريټ ژورنال» ورځپاڼې سره په مرکه کې ويلي، چې افغان ولسمشر اشرف غني ترې غوښتنه کړې چې په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو شمېر زیات کړي.
اوس مهال په افغانستان کې ۸۴۰۰ امریکايي پوځیان موجود دي
اوس د امريکا نوې دفاع وزير چي په ليوني سپي سره مشهور دی، د اشرف غني په غوښتنه چې څومره امريکايي فوځيان افغانستان ته راليږي او افغانستان حکومت به څومره خوشحاله وي؟!
افغان حکومت لپاره چي ليوني سپي وي او ژوندې وي دا ډير ضرور ده، له اسلام او افغانيت نه !



