قطر: دا هیڅ امکان نلري چې اسلامي هیوادونه دې د ترهګرۍ چینې وګڼل شي

د الجزیرة نه په مننې.
عزیر اسدخیل
د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني ويلي دي چې دا هیڅ امکان نلري چی څوک دی اسلامي هیوادونه د ترهګرۍ سرچینې و نوموي.
قطری وزیر په بلګراد کې پرون دوشنبه دا خبرې له خپل سایبریایی سیال ایفیکاداسیچ سره په یوه ګډ مطبوعاتي کانفرانس کې وکړې. هغه هیله څرګنده کړه چې امریکایی ولسمشر ډونال ټرمپ به امریکا ته د اوه اسلامي هیوادونو د وګړتو د نه ورتلو په هکله په خپله کړې فیصلې باندې له سره کتنه وکړي.
تر دې مخکې د التعاون الاسلامي تنظیم خبرداری ورکړی و چې د امریکایي ولسمشر لخوا پر مسلمانانو د دغه بندیز فیصله چې د اوه اسلامي هیوادونو وګړي امریکا ته نشي تللی، ښایی د ترهګرۍ او سخت دریزۍ ویره لا پیاوړي کړي.
التعاون الاسلامي تنظیم په یوه اعلامیه کې پرون د دوشنبې په ورځ خپل ژوره اندیښنه ښودلې ده او غوښتنه یې کړې ده چې په دې اړه باید د امریکا لخوا له سره فکر وشي ځکه چې دا فیصله به د کډوالو په کړاوونو کې لا زیاتوالی راولي، او هغه وګړي به سخت بې موجبه متتضرر کړي چی د جنګ جګړو او سختو پیښو له ویرې تښتیدلي یا په تیښته مجبوریږي.
التعاون الاسلامي تنظیم د ټرمپ دغه بندیز د ټرمپ توکمي او دیني تعصب په معنی ګڼلی دی او ویلي یې دي چې دا ډول بندیزونه وضعه کول هغه هم په داسې وخت کې مینځته راځي چی نړۍ له ډیرو سختو حالات سره لاس او ګریوان ده ، ځکه چې د نړۍ ډیری هیوادونه چې له جملې نه یی د امریکا متحده ایالات دي د افراطیت او ترهګرۍ پر خلاف چې په مختلفو بڼو کې راڅرګندې شوي په شریکه په جګړه بوخت دي.
د اسلامي–امریکایي اړیکو د غونډې ویاندې (کیر) هم په یوه غونډه کې ویلي دي چې د ټرمپ دغه فیصله به ډیری مزدوران له خپلو کارونو محروم کړی او ډیری زده کوونکي به له خپلو درسونو منع کړي او ډیری میرمنې به له خپلو خاوندانو او ډیری اولادونه به له خپلو پلرونو او میندو جلا کړي.
ویاندې زیاته کړې ده چې مونږ به د امریکایانو په حیث د هر چا د ظلم په مقال کې په ټینګه ودریږو، په زرګونو امریکایانو چې له مختلفو جنیستونو او مختلفو دینونو نه متتشکل وو په واټونو کې لاریونونه ترسره کړل او د امریکا څخه یې د مسلمانانو د شړلو او منع کولو پر ضد نارې ووهلې چې دا په امریکا کې تر ټولو ډیر عجیبه حالات ګڼل شوي دي.
په دې غونډه کې یوه مدافع وکیل غدیر عباس هم ورته څرګندونې وکړې او ویې وویل چې د ټرمپ فیصلې د مسلمانانو پر ضد د هغه د بد نیت استازیتوب کوي چې د امریکا په تاریخ کې سابقه نه لري، او اضافه یې کړه چې امریکایی قانون هیڅکله یو دین پر بل دین برتره نه ګڼي، او ټرمپ چې څه وکړل دا د امریکا په تاریخ یو تور داغ دی ځکه چې دا ډول بندیزونه د امریکا له عنعناتو او دودونو سره اړخ نه لګوي او په تناقض کې قرار لري.



