طالبان: د زابل په ارغنداب کې پر طالبانو چاودنه نه ده شوې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵سلواغه ۱۲) الماس خدرخیل

د وسلوالو طالبانو له لوري رسنيو ته په يوه لېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د زابل ولايت په ارغنداب ولسوالۍ کې هيڅ چاودنه نه ده شې او نه هم طالبانو ته کوم زيان اوښتی.

په ياده خبرپاڼه کې راغلي: دخوارزنګي په سیمه کې  یو زوړ مسجد چې  په  څنګ  یې  دماشومانو لپاره  نهاریه مدرسه  شتون لري   دتېرو اورښتونو له امله د تیري یکشنبې په ورځ نړیدلی دی  چې هیچاته هم پکې زیان  نه دی اوښتی  اونه  څوک پکې وو).

د دغه ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي عبدالباري کابل ټکی کام ته وويل، چې په ټول ارغنداب کې داسې کومه پېښه نه ده شوې، چې ګنې په دومره ګڼ تعداد خلک دې پکې وژل شوي وي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د دغه ولايت سيمه ييزو چارواکو رسنیو ته وويل، چې د ارغنداب ولسوالۍ په يوه مدرسه کې د طالبانو په منځ کې چاودنه شوې او پکې ۲۱ تنه بهرني او داخلي وسلوال وژل شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button