پاکستان پېښور: بمي چاودنې د اف سي ملېشه سرتيرو به ګډون ۹ تنه ټپيان کړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵سلواغه ۱۲) الماس خدرخیل
د پاکستان خيبرپښتونخوا په مرکز پېښور کې د اف سي ملېشه سرتیرو په يوه موټر بمي چاودنه شوې چې له امله يې ۹ تنه ټپيان شوي دي.
چاودنه نن سهار مهال د پېښور ښار په چارسده روډ سيمه کې هغه وخت رامنځته شوې چې د مليشه ځواک موټر د تېرېدو په حال کې و.
د پوليسو يو تن مشر سجاد خان رسنيو ته ويلي، چې په دې بمي چاودنه ۳کې تنه ملېشه سرتيري او ۶ ملکي کسان ټپيان شوي دي.
د پېښې ټپيان د درملنې لپاره د ليډي ريډنګ روغتون ته د تداوۍ په موخه لېږدول شوي دي.
پوليس وايي، چې په سيمه کې چاڼيز عمليات پيل کړي دي.
تر دې دمه کومې وسله والې ډلې د دغه بمي برید مسؤلیت پر غاړه نه دی اخیستی، خو تر دې مخکې د دغه ډول بریدونو مسؤلیت تحریک طالبان پاکستان او یا هم جماعت احرار وسله والي ډله مني.
په دې وروستیو کې په پېښور او د خیبر پښتونخوا په نورو سیمو کې یو ځل بیا پر پولیسو او نورو امنیتي ځواکونو بریدونه ډېر شوي دي.



