د ټرمپ فرمان د سرغړونې په تور د عدليې وزارت سرپرسته له دندې ليرې شوې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵سلواغه ۱۲) الماس خدرخیل

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغه فرمان نه د سر غړونې په تور د امریکا د عدلیې وزرات سرپرسته سلي ییتز له دندې ګوښه کړه، چې د اوو اسلامي هېوادونو پر وګړو د سفر د مؤقت بندیز د مشروعیت په اړه يې شک څرګند کړ او ویې‌ویل چې په محکمه کې به‌یې دفاع ونه‌کړي.

نوموړې ويلي، د هېواد روانو حالاتو ته په کتو د ټرمپ دغه فرمان د عملي کېدو وړ نه دی او زياته کړې يې ده، چې د عدليې وزارت کارکوونکي او وکيلان دې د کډوالو په اړه د ټرمپ د فرمان پلوي او دفاع نه کوي.

ټرمپ  د لویې څارنوالۍ سرپرسته سالي یاتیس «Sally Yates» په خیانت او د غیر قانوني کډوالو په مسئله کې په کمزورۍ تورنه کړې او ويلي يې دي، چې پر ځای به‌یې د وېرجینیا د ختیځې ولسوالۍ څارنواله وټاکي.

مېرمن یاتیس د اوو اسلامي هېوادونو پر اتباعو د سفر د بندیز په اړه په داسې حال کې اندېښنه ښودلې چې د امریکا په واشنګټن ایالت کې مسلمانانو او د مدني حقونو فعالانو د ټرمپ د وروستي اجرائیه فرمان په وړاندې په محکمه کې حقوقي دعوه کړې ده.

مېرمن یاتیس پخواني ولسمشر بارک اوباما د لویې څارنوال د مرستیالې په توګه غوره کړې وه او ټاکل شوې وه چې د نوي لوی څارنوال د رايې اخيستو تر وخته به خپل کار ته دوام ورکوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button