یکشنبه, نوومبر 2, 2025
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

خوږ ملګری ښه ژوند

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
جنوري 31, 2017
کټګوریانې: مقالې
0
90
ځلې شریک شوی
1.1k
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

لیکوال: صفی الله “رائد”
ښه ملګرتیا او ښه ملګری د الله تعالی ځانګړې پېرزوینه ده. د دین او دنیا په ټولو چارو کې د ملګري حیثیت د یوه محرک په څېر وي چې هم دې تر ټولو خلکو وړاندې کولی شي او هم دې وروسته پاتې کولی شي.
بې ملګري ژوند که هر چېرې وي مګر  نیمکړی، بې کیفه او بې  خونده وي.

ځکه یو ملګری د یو شخص لپاره د هغه پېژاند، د څنګ ښکلا او د ژوند یې مهم راز بلل کېږي.
که یو څوک ښه ملګری په ژوند کې ونه لري؛ نو دا په دې معنا چې دی په ځان کې نیمګړتیاوې لري او ژوند یې خورا نیمګړی وي.

دا هم ولولئ

مذاکرات چا ناکام کړل؟ امریکا او پاکستان څه کول غواړي؟ افغانستان به څه وکړي؟

په ترکیه کې د مذاکراتو له ماحول څخه

معاصر معاملات او د علماوو مسؤلیتونه!

که غواړې چې تل اتل او خپل ژوند ته لا ښکلا ورپه برخه کړې؛ نو راشه خپل ځان ته داسې یو ملګری پیدا کړه!  چې د سترګو اوښکې دې په خپلو لاسونو پاکې  او تر څنګ يې د آرامۍ احساس وکړي. راشه نن د یو ښه او ښایسته ملګري په لټه کې شه!
چې ستا د درد په لېدو ستا د خوشحالولو او خندولو لپاره په هر حال  تیار واوسي.
داسې یو ملګری  چې له ځان نه هم ډېر په تا او ستا په ملګرتیا باور ولري.
داسې ملګری چې د ګمراهۍ له تیارې دې را ایسار او د هدایت رڼاوو ته دې برابر کړي.
هو! ملګرتیا هنر ته اړتیا نه لري بلکي پاک زړه او باور ته اړتیا لري؛
خو ډیر خلک بیا پاک زړه او باور نه لري، نو هڅه وکړه تر څو ځان ته پاک زړی او یو ښه باوري شخص پېدا کړې.
ځکه ښه ملګری د هغې ملایکې په څېر ده، چې انسان د کامیابۍ تر آسمانونو رسوي. او دژوند موخو ته د رسېدلو لپاره یې د سمې لارې په ښودلو کې د لارښود په څېر اوږه په اوږه او پل په پل قدم ږدي او د نړۍ ټوله سوکالي، خوشحالي او آرامي یې په لمنه کې ور آچوي.

هر څوک د ژوند ملګری مه جوړوه!  خو که ملګری دې ورته وویل، بیا به یې نو د چا په مخکې بد نه وایې! ځکه چې ملګرتیا دکتاب په څیر ده !
سوځیدل یې څو ثانیې مګر لیکل یې بیا  کلونه كلونه وخت نیسي.

هڅه وکړه تر څو خپل ښایسته ملګري ته په زړه کې ځای ورکړې؛ ځکه غوره ملګری لکه ملغلره داسې وي، له ملغلرې څخه که وړه ذره هم ماته شوه نو ټول ارزښت له لاسه ورکوي، چې ښایي ښې  پایلې  ونه لري.

له ملګرو پرته د انسان ژوند دومره تش او بې خونده وي لکه په یو ځای کې چې یواځې یو څو دېوالونه راچاپېر وي او په منځ کې یې هېڅ هم نه وي او یا هم لکه بې مالګې مالګه دانۍ.
ځکه چې ملګری د ژوند خوشحالي او ښکلا ده، او په شتون یې انسان دومره تازه وي؛ لکه په وچه او شاړه دښته چې باران وشي او په هغه باندې تازه ګلان وغوړیږي.

هرانسان دخپل دوست او ملګري په دین او طریقه باندې وي؛ په دې وجه له یوچا سره ددوستۍ او ملګرتیا نه وړاندې ښه غور او فکر کول اړین دي، چې له چا سره باید دوستي او ملګرتيا وشي.

د ملګري او ملګرتیا په هکله څو خورې ملغلرې ـ

ـ ﻫﯧڅ ﯾﻮﻩ ﻻﺭﻩ ﺍﻭږﺩﻩ ﻧﺪﻩ، ﮐﻪ ﯾﻮ ﻣﻠګﺮﯼ ﺩﯤ
ﺩ ﻻﺭﯤ ﻣﻞ ﻭﻱ.
“ﺟﺎﭘﺎﻧﻲ ﻣﻠﻐﻠﺮﻩ”

ـ ِښه ﺑﻪ ﺩﺍ ﻭﻱ ﭼﯥ ﺳړﯼ ﻣړ ﻭﻱ،
ﺗﺮ ﺩﯤ ﭼﯥ ﺑﯥ ﻣﻠګﺮﻭ ﮊﻭﻧﺪ ﻭﮐړﻱ.
“ﺳﻮﯾډﻧﻲ ﻣﻠﻐﻠﺮﻩ”

ـ ﻣﻠګﺮﺗﯿﺎ ﺍﻭ ﻣﯿﻨﻪ ﺩ ﯾﻮﯤ ﺭيښې ﺩﻭﻩ ﺑﻮټي ﺩﻱ ﺧﻮ ﻣﯿﻨﻪ ډﯾﺮ ګﻼﻥ ﻟﺮﻱ.
(ﻓﺮﯾﺪﺭﯾښ ګﺎﺗﻠﯿﺐ ﮐﻠﻮﭘﺸﺘﻮﮎ)

ـ ﻣﻠګرﺗﯿﺎ ﻣﯿﻨﻪ ﺩﻩ, ﺩ ﺗﻌﻘﻞ ﺳﺮﻩ، ﻧﻪ ﺩ ﺟﺰﺑﺎﺗﻮ ﺳﺮﻩ. (….)

ـ ﺩ رېښتینې  ﻣﯿﻨﯥ ﭘﻪ ﻫﮑﻠﻪ ډﯾﺮﯤ ﺑﯧﻠګې ﺷﺘﻪ، ﺧﻮ ﺩ ﻣﻠګرﺗﯿﺎ ﭘﻪ ﻫﮑﻠﻪ ځینې. (…)

ـ ﻣﻠګﺮﺗﯿﺎ ﻟﻪ ډﯾﺮﻭ ﻭﯾﺎﻟﻮ بهېږي، ﺧﻮ ﺗﺮ ټوﻟﻮ ﭘﺎﮐﻪ ﯾﯥ ﺩ ﺍﺣﺘﺮﺍﻡ ﻭﯾﺎﻟﻪ ﺩﻩ.
(ﺩﺍﻧﯿﻞ ﺩﯾﻔﻮ)

ـ ملګرتیا هغه چې له جدایي وروسته یې د درد احساس اختتام و نه مومي.

ـ ملگرتیا له مچۍ څخه مه زده کوه چی له یوه ګل څخه ولاړه شي او پر بل گل کښیني
بلکی ملګرتیا له ماهي څخه زده کړه چې بې له اوبو شي؛  نو ژوند له لاسه ورکوي.

ته هم داسې شــه! له ځان څخه ماهی جوړ کړه!
او پای دا چې: ملګری باید د بدن هغه ټوټه وشمېرل شي چې بېلتون یې د ژوند هدف ته له رسېدو پاتې کوونکی وي.

ژوندون رنګین وي په ملګرو باندې
هېڅ کـــله هم نه کړې  خفه ملګري

چې راســـره کوي د حق ملـــګرتیا
له خـدایه غــواړمه هغه  ملــــګري.

 

مخکینې مطلب

د ټرمپ فرمان د سرغړونې په تور د عدليې وزارت سرپرسته له دندې ليرې شوې

بل مطلب

افغانانو وروڼو ! خپل دوست او دوشمن وپېژنئ !

ځانګړي مطالب

مقالې

مذاکرات چا ناکام کړل؟ امریکا او پاکستان څه کول غواړي؟ افغانستان به څه وکړي؟

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 28, 2025
مقالې

په ترکیه کې د مذاکراتو له ماحول څخه

نشرونکی: احسان تکل
اکتوبر 28, 2025
مقالې

معاصر معاملات او د علماوو مسؤلیتونه!

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 25, 2025
مقالې

د ګاونډي سره وروستیو څو ورځنیو جګړو څو حقیقتونه په ډاګه کړل

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 20, 2025
مقالې

پاکستانی پوځي رژيم د نړيوالو بشرپالو اصولو (IHL) ناقض دی

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 18, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ذبيح الله مجاهد: که پاکستان غواړي، کډوال ورسپارو؛ خو پاکستاني لوری يې نه مني

نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 1, 2025
0

صهيونيستي ځواکونه: د حماس له لوري سپارل شوي ۳ جسدونه د برمته شویو نه دي

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 1, 2025
0

د عدلیې وزارت: په درې کلونو کې د نهو ښارګوټو ملکیت تثبیت او له غاصبینو څخه میلیونونه جریبه دولتي ځمکه بېرته ترلاسه شوې

نشرونکی: ح جلال
نوومبر 1, 2025
0

د درې اوونیو بندېدو وروسته د تورخم دروازه د افغان کډوالو د ستنېدو لپاره بېرته پرانیستل شوه

نشرونکی: ح جلال
نوومبر 1, 2025
0

مادورو: امریکا د وینزویلا پر ضد د جګړې هڅه کوي؛ وينزویلا له روسیې، چین او ایران پوځي ملاتړ غوښتی

نشرونکی: ح جلال
نوومبر 1, 2025
0

افغان سفیر: د پاکستان د لارو تړل افغان کډوال له ستونزو سره مخ کړي، لس زره کډوال نیول شوي، لارې دې ژر خلاصې شي

نشرونکی: ح جلال
نوومبر 1, 2025
0

ذ.مجاهد: د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد نه کارېږي؛ د پاکستان ستونزې دې دننه حل شي، ژمنو ته نه‌ولاړېدل بې‌باوري زېږوي

نشرونکی: ح جلال
نوومبر 1, 2025
0

د سوریې ولسمشر احمد الشرع د خپل ورور دفتر وتاړه او له چارواکو یې د قيمتي موټرو د سپارلو غوښتنه کړې

نشرونکی: ح جلال
نوومبر 1, 2025
0

ښاري ژوند، چاپېریال او ډیجیټل پرمختګ

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 31, 2025
0

د ترکیې او قطر په منځګړتوب د افغانستان او پاکستان تر منځ د خبرو ګډه اعلامیه

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 31, 2025
0

ډیر کتل شوي

  • د سوریې ولسمشر احمد الشرع د خپل ورور دفتر وتاړه او له چارواکو یې د قيمتي موټرو د سپارلو غوښتنه کړې

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • مادورو: امریکا د وینزویلا پر ضد د جګړې هڅه کوي؛ وينزویلا له روسیې، چین او ایران پوځي ملاتړ غوښتی

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د ترکیې او قطر په منځګړتوب د افغانستان او پاکستان تر منځ د خبرو ګډه اعلامیه

    22 شریک شوي
    شریکول 9 Tweet 6
  • صهيونيستي ځواکونه: د حماس له لوري سپارل شوي ۳ جسدونه د برمته شویو نه دي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ذبيح الله مجاهد: که پاکستان غواړي، کډوال ورسپارو؛ خو پاکستاني لوری يې نه مني

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ذبيح الله مجاهد: که پاکستان غواړي، کډوال ورسپارو؛ خو پاکستاني لوری يې نه مني

صهيونيستي ځواکونه: د حماس له لوري سپارل شوي ۳ جسدونه د برمته شویو نه دي

د عدلیې وزارت: په درې کلونو کې د نهو ښارګوټو ملکیت تثبیت او له غاصبینو څخه میلیونونه جریبه دولتي ځمکه بېرته ترلاسه شوې

د درې اوونیو بندېدو وروسته د تورخم دروازه د افغان کډوالو د ستنېدو لپاره بېرته پرانیستل شوه

مادورو: امریکا د وینزویلا پر ضد د جګړې هڅه کوي؛ وينزویلا له روسیې، چین او ایران پوځي ملاتړ غوښتی

افغان سفیر: د پاکستان د لارو تړل افغان کډوال له ستونزو سره مخ کړي، لس زره کډوال نیول شوي، لارې دې ژر خلاصې شي

ذ.مجاهد: د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد نه کارېږي؛ د پاکستان ستونزې دې دننه حل شي، ژمنو ته نه‌ولاړېدل بې‌باوري زېږوي

د سوریې ولسمشر احمد الشرع د خپل ورور دفتر وتاړه او له چارواکو یې د قيمتي موټرو د سپارلو غوښتنه کړې

ښاري ژوند، چاپېریال او ډیجیټل پرمختګ

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com