سيګار: ۲۰۱۶ کې د افغان پوځيانو وژنه ۳۵ سلنه زياته وه
(کابل ټکی کام ۱۳۹۵سلواغه ۱۳) الماس خدرخیل
د افغانستان د بيارغونې لپاره د څار د ځانګړي امريکايي ادارې سيګار په يوه تازه راپور کې ويلي، چې په ٢٠١٦میلادي کال کې د افغان امنيتي ځواکونو تلفات د ٢٠١۵میلادي کال په نسبت ٣۵ فيصده زيات وو.
دغه راپور چې نن د چهارشنبې په ورځ خپور شو پکې راغلي، چې راغلي چې د ٢٠١٦میلادي کال د جنورۍ له اولې د نوامبر تر ١٢ مې پورې ٦زره ٧سوه پنځه اتيا سرتېري او پوليس وژل شوي دي.
د سيګار راپور زياتوي، چې په دغه موده کې ١١ زره او ٧٧٧ نور سرتېري او پوليس ټپيان شوي دي.
د راپور له مخې د ۲۰۱۵ کال په پرتله په دوه زره ۱۶ کې ۳۵ فيصده زياتوالی راغلی دی.
د دوی په وينا په ۲۰۱۵ م کال کې ۵ زره افغان سرتيري او پوليس وژل شوي وو.
افغان امنيتي ځواکونو له ناټو ځواکونو څخه امنيتي مسؤليتونه په ٢٠١۵میلادي کال کې پر غاړه واخيستل.
که څه هم د بهرنيو قواوو جنګي ماموريت په ٢٠١۴میلادي کال کې په افغانستان پای ته ورسېد، خو اوس مهال هم په ځينو لويو عملياتو او هوايي بريدونو کې مستقيما برخه لري.
پوځي څېړونکي د ملي اردو، کورنيو چارو وزارت او ملي امنيت ادارې رهبري ضعيفه بولي او وايي چې د ادارې کولو توان نه لري.
افغان امنيتي ځواکونو ته زياته مرګ-ژوبله په مستقيمو ډزو او نښتو کې اوښتې، په دې معنى چې پر دوى د وسله والو طالبانو له خوا مستقيمې حملې شوې دي، د سړک غاړې د بمونو او ماينونو چاودنې هم د افغان قواوو د تلفاتو لوى علت ګڼل کېږي.



