دامن اقسام او د امن دښمنان

احمد امين

امن دالله جل جلاله يو ستر نعمت دی ، الله جل جلاله قريشو ته خپله دغه ستره لورينه ورياده کړې او ورته فرمايلي يې دي : لِإِيلَافِ قُرَيْشٍ{1} إِيلَافِهِمْ رِحْلَةَ الشِّتَاء وَالصَّيْفِ{2} فَلْيَعْبُدُوا رَبَّ هَذَا الْبَيْتِ{3} الَّذِي أَطْعَمَهُم مِّن جُوعٍ وَآمَنَهُم مِّنْ خَوْفٍ{4} سورة قريش،

لکه څرنګه چې ددنيوي مادي پرمختګ لپاره امن ته ضرورت دی همدغه راز دشرعې احکام او عبادت هغه مهال په ښه توګه سرته رسيږي چې دامن ډاډ ترلاسه وي د ويرې او خوف احساس نه وي ، له همدې امله ابراهيم خليل الله دمکې مکرمې دامنيت او سوکالي لپاره هغه تلپاتې مقبوله دعاء کړې چې په برکت يې مکه مکرمه دنړی تر ټولو باثباته او له امن څخه ډک ښار دی .

{وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّ اجْعَلْ هَـَذَا بَلَداً آمِناً وَارْزُقْ أَهْلَهُ مِنَ الثَّمَرَاتِ }

امن مختلف ډولونه لري چې په لاندې توګه دي :

الف : ديني ، عقيدوي او اخلاقي امن

باء : عقلي امن

جيم : دځان او مال امن

هاء : دناموس امن

سره له دې چې امن ډير وسيع مفهوم لري ، دغو ټولو انواعو ته شامل دی او ترټولو ستر امن د دين ، عقيدې او اخلاقو امن دی ، چې خلک له خپل دين څخه په فتنه کې وانه چول شي ، فحشا ته دعوت نشي ، ځکه الله جل جلاله په قرآن کريم کې موږ په دې پوهولي يو چې د خلکو په دنيوي امن کې که چيرته کوم خلل راځي منبع او منشا به يې په دين او ايمان کې خلل وي ، د ايمان او دين دکمزورتيا په سبب دانسان په نورو ضرورياتو (ځان ، مال ، عقل ، ناموس ) کې امن مختل کيږي .

الله جل جلاله فرمايې : ﴿وَضَرَبَ اللهُ مَثَلًا قَرْيَةً كَانَتْ اٰمِنَةً مُّطْمَئِنَّةً يَأْتِيهَا رِزْقُهَا رَغَدًا مِّن كُلِّ مَكَانٍ فَكَفَرَتْ بِأَنْعُمِ اللهِ فَأَذَاقَهَا اللهُ لِبَاسَ الْجُوعِ وَالْخَوْفِ بِمَا كَانُوا يَصْنَعُونَ﴾ [النحل:112].

دامن ددې وسيع مفهوم له معلوميدو وروسته موږ ته دامن حقيقي او اساسي دښمنان جوتيږي هغه چې ځانونه يې (له تروريزم سره د مبارزې ، دبشر د حقوق ، دامنيت د تامين ) او دې ته ورته نورو زړه وړونکو شعارونو ترشا پټ کړي دي ، سره له دې چې په سيمه کې د فساد ، جرائمو ، قتل وقتال او خونريزي اصلي او حقيقي منبع همدوی دي ، دامن د ټولو انواعو په تروړلو کې له هيچا څخه ددوی زړه بوږنوونکي جرائم پټ نه دي ، سيمه دهمدوی د جرائمو له امله ناقراره ده ، همدوی دسولې ، امن ، راحت او سوکالی دښمنان دي .

هوکې ! دامن ستر دښمنان هغه کفار او منافقان دي چې خلک ويروي او دشبهاتو او منحرفو افکارو په ترويج سره له هغوی څخه ديني او عقلي امن سلبوي ، دځانونو امن يې سلب کړی ځکه دمسلمانانو هيوادونه يې اشغال کړي ، بمبارونه کوي او د عامه قتل وسلې کاروي ، معصومې وينې تويوي ، بې ګناه خلک ازاروي ،زړه بوږنوونکي جرائم او وحشتونه سرته رسوي .

له ولسونو څخه د اخلاقي او ناموسي امن تروړونکي هم دوی دي ، ځکه دشهواتو او بې بندوباری داسې وسائل يې پرې تپلي چې حياء وژني او فحشاء خپروي ، ډيرځوانان او نجونې يې په اخلاقي فساد اخته کړل ، ډير يې په نشو او مخدره موادو روږدي کړل ، ډير خلک يې له مستقيمې لارې څخه منحرف کړل ، ددوی له راتګ وروسته په ډيرو نواميسو تيری وشو ، له خلکو څخه دمال امن هم دوی سلب کړی دهغوی په کورونو او ممتلکاتو بمبارونه کوي ، د مالونو چور او زمکو غصب ته يې زمينه مساعده کړې ، دسود او حرامو بيعو رشوتونو اور يې په مسلط کړی .

موږ داسلامي نظام تر سيوري لاندې بې مثاله امن لاره ، عقيده ايمان ، ځان مال ، عقل او ناموس مو خوندي وو ، څخه محروم کړو ، خو دوی مسلح هجوم راوړ ، زموږ په هيواد باندې يې تيری وکړ ، په بمبارونو، چاپو او توغنديې بريدونو يې په لسهاو زره بې ګناه افغانان په شهادت ورسول ، دهمدوی داشغال له وجې افغانستان يوه نيمه لسيزه په دجګړې په تنور کې سوزي .

الحمد لله افغانان په حيا پاک لمني او سپيڅلتوب کې نوم لري خو دصليبي اشغال وروسته په بې سارې ډول په ګران هيواد کې داخلاقي فساد پيښې زياتې شوي ، اشغالګر صليبيان په دغو پيښو کې مستقيما دخيل دي ځکه همدوی له موږ څخه اخلاقي ، عقيدوي او ديني امن وتروړه .

دظلم له پاسه ظلم دا ده چې له يوه لوري دغو اشغالګرو د امن ټول اقسام راڅخه تروړلي دي له بل لوري همدغه اشغالګر زموږ په عقلونو استخفاف او ملنډې وهي ، شپه ورځ د بلواکه رسنيو له لارې دسولې ، او امن تحريف شده تعريفونه راته وړاندې کوي ، ترڅو د خلکو ذهنونه دسيمې دامن له حقيقي ګواښونکو څخه بل لوري ته وګرځوي .

دامن په مفهوم کې نن صبا د تلبيس يو صورت دا دی چې امن يوازې تر نفوسو او مالونو پورې محدود ګڼل کيږي ، د کفارو او منافقانو مکرجنې رسنی په همدې هڅه کې دي چې دامن مفهوم محدود کړي ، د ديني او عقيدوي امن ارزښت دخلکو له ذهنونو څخه وباسي .

زموږ ددنيوي امن دښمنان زموږ داخرت دامن دښمنان هم دي ، هغه دابليس پيروان چې په موږ باندې يې په آخرت کې دامن او سلامتيا کور جنت نه دی پيرزو.

موږ مسلمانان که په دنيا او اخرات کې امن غواړو بايد چې په خپل دين منګولې خښې کړو او هغه چاته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړو چې زموږ د عقيدې ، ناموس ، ځان او مال يې له ګواښ سره مخ کړی .

له الله عز وجل څخه غواړو چې موږ ته په دنيا کې ژر تر ژره د عقيدې ، ځان ، عقل ، ناموس او مال امن په نصيب کړي او په آخرت کې مو دامن او سلامتيا کور جنت ته داخل کړي بې له شکه الله جل جلاله په هرڅه قادر او توانا دی . وصلى الله على نبينا محمد وعلى آله وصحبه أجمعين .

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button