هلمند: طالبانو ۸ تنه ټپي عسکر سره صليب ته سپارلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵سلواغه ۱۳) الماس خدرخیل

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي کابل ټکی کام ته په یوه را لیږل شوي خبرپاڼه کې ویلي، چې د دوی جنګیالیو د سنګين په جګړه کې له امنيتي ځواکونو ۲۰ پوستې او ۵ لويې قرارګاوې ونيولې.

طالبانو په دغه خبرپاڼه کې په پوستو کې د نيول شويو  وسلو او موټرو معلومات هم خپاره کړي دي.

قاري يوسف ليکي ” په نښتو کې له دښمن څخه، ۲ هاموي ټاکونه،  ۱۶ میله پيکا ماشیندار، ۱۹ میله کارمولیان، ۵ قبضې راکټ لانچر، ۳ دهشکې، ۱ وسط هاوان، ۱ میل کماندوز هاوان، ۲ تومانچې، ۵ د پيکا میلان، ۳ پاېي غټې مخابرې، ۵ کوچنې مخابرې، ۵۰ صندوقه ډول ډول مرمۍ په غنیمت نیول شوي دي“.

نوموړی زياتوي، چې په ټوله نښته کې ۲ ټانګونه ويجاړ شوي، له سلو زيات عسکر وژل شوي، چې د ۳۰ جسدونه لا هم په سيمه کې پراته دي، هغه د ۷ عسکرو د ژوندي نيول کېدو او ۸ نورو په ټپي حالت کې د نيولو خبر هم ورکوي.

قاري يوسف ویلي” هغه ۸ تنه ټپي شوي عسکر تیره مازدیګر د انساني همدردۍ له مخې د سره صلیب مؤسسې ته وسپارل شول، ترڅو يې معالجه وشي او بیرته خپلو کورنیو ته واستول شي“.

د هغه په وينا له امينيتي ځواکونو ټولې نيول شوې پوستې او مرکزونه لا هم د دوی سره دي او جګړه روانه ده.

چارواکو په دې اړه له رسنيو سره معلومات نه دي شريک کړي.

په ورته وخت کې په ملي شورا کې د هلمند د خلکو استازي هاشم الکوزي وايي، چې د مارجې، ناوې، نادعلي، موسی قلعه او سنګین ولسوالۍ ټولې محاصره دي او هيڅ دولتي کارمند تګ راتګ نه شي کولی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button