د ویښتانو د تویدلو سببونه

صابر خپلواک
۱- د سر د پوست غوړوالی: که چیرې د سر پوست غوړ وي ،د ویښتانو تویدل به هم ورسره زیات وي.
۲- مناسبه غذا نه خوړل : د ویښتانو د رږیدو مهمترین عامل نا متعادل غذایي رژیم دی، هغه وخت چې غذا ناقصه اونیمګړې وي په دې حال کې حجرات وظیفه په نیمګړي ډول اجرا کوي چې وروسته د ویښتانو د تویدلو لامل کیږي.
۳- سټرس یا خفګان: د ویښتانو د تویدو بل مهم عامل خفګان او اضطراب دی.
۴- میکروبونه: بعضې میکروبونه هم کېدای شي چې د ویښتانو د تویدلو باعث وګرځي، چې نوموړی حالت کېدای شي چې د میکروب ضد درملو په استعمال سره له منځه ولاړ شي.
۵- ناروغی: بعضی ناروغی لکه: شکره ، سرطان، سیفلیس ، ټیفوس ، انفلونزا، کمخوني او یخ وهنه د ویښتانو د تویدلو سبب کیږي.
۶- د ویښتانو نا مناسب مراقبت: دویښتاتو له حده زیات کش کول هم دویښتانو د تویدو باعث ګرځي.
۷- په سر د شمپو پریښودل: د ویښتانو د تویدلو بل مهم لامل په سر باندې د شامپو پریښودل دي، چې د مخنیوي لپاره یې باید شامپو له سر څخه سمه پاکه شي.
۸- امیندواري(حامله توب): د زیاتره میندو چې کله ماشوم په نس کې د دریو میاشتو شي، په دې حال کې هم ویښتان تویږي.



