آیاپه دیمکراسۍ کې به دښځو عفت وساتل شي؟

تبصره
کفري هېوادونه د خپلې خیالي امپراتورۍ او پراختیاغوښتنې له مخې غواړي د مسلم او غیرمسلم اړلاسو هیوادونو مذهب،کتلور،قومي روایات،ګړدودیزکلمات په یوه او بله پلمه له منځه یوسي څودېته اړشي چې کفري اوغربي کلتورته غاړه کیږدي.
سره له دې چې د اړمنوهیوادونو د وګړو دین،مذهب، او کلتور د غربي کلتور منلو اجازه نه ورکوي خو د اقتصادي او امنیتي کرکجنوحالاتو تیغ ېې چې پرمرۍ کیښودل شي هر نامنوونکوغیرانساني ژویز وزمه دودمنلو ته مجبورشي.
په افغانستان کې د دیمکراسۍ په نامه د اسلامي او افغاني سوچه کلتور ځای غربي او هندي کلتور نیولی دی هغه څه کیږي چې نه ېې اسلامي ذهن مني او نه افغاني.
د کابل په څیرلویو ښارونوکې د یمکراسي دود شوه دهغو نارینه او ښځینه ذهنونه چې دغربې کلتوراو د د یمکراسۍ هوا ښورولي وو په ډله ییزه توګه ېې په هوټلونوکې په بشپړي بې حیاېۍ سره د کم لګښت په نامه ودونه دود کړل.
داچې ولایاتو ته د د یمکراسۍ په نامه عیاشي رسول زیات وخت ته اړتیا لري په تلویزیونوکې دښځوانځوریزسوداګري اعلانونه د زیاتې ګټې دوسیلې په ګرځولوپیل شول.
په افغانستان کې د تلویزیونو په ډیرښت سوداګریز اعلانونه هم زیات شوي دي هغه هم د نجونوانځوریز اعلانونه چې یوشمیر نجونې د سوداګریزواعلانونو په ډالري عایدخوښې دي خو دا اندیښه لري چې په افغانستان کې نوې دود کړل شوې دیمکراسي به ېې د سوداګریزواعلانونو سټوډیو ګانو پورې رسیدا ته پرې نږدي.
په تلویزیوني رسنیوکې چې د سوداګریزو اعلانونواصلي کرکټرانې انجونې دي وايي څه وخت چې وغواړي په تلویزیونوکې سوداګریز اعلانونه ثبت کړي په لارو کې دځوان نسل د ناوړه چلند له امله ټاکلي وخت ته نه رسیږي .
په کابل کې یوې نجلۍ د فرزانې نوابې په نامه چې خپل عمر ېې پنځلس کلن ښوولی یوې بهرنۍ رسنۍ ته ویلي چې په تلویزون کې د یوه سودا ګریز اعلان وروسته ډیره ځورول شوې ده او آن داهم راته وویل شوه چې څومیړونه لرې؟
یاده انجلۍ خپله اعتراف کوي چې ښځې په تلویزیونوکې چې د سوداګریزواعلانونو له مخې زیاتې پیسې لاس ته راوړي خوښې دي داچې دڅومیړنو له پوښتنو وروسته به ورڅخه نورې کوم ډول پوښتنې کیږي اندیښنې ېې پسې زیاتیږي.
په افغانستان کې دادې شپاړس کاله پوره شول چې غربي دیمکراسي دود ده همدا یوه فرزانه نوابي وه چې په څومیړیزه پوښتنه ېې اعتراف وکړشاید تردې ډیري د دیمکراسۍ له دود سره سمې پوښتنې له ډیرو نجونو شوي وي خو پټې پاتې دي.
په یوه داسې ټولنه کې چې کاملا پکې غربي او هندي دود خپل شوی وي او د دیمکراسۍ شمال له کابل ښاره ولایاتو ته هم رسول کیږي څرنګه به د یوې پاکې مسلماني او په افغانی حیا او عزت پټې ښځې عفت وساتل شي؟
همدا افغانستان و، همداخاوره وه ، همدا افغانان وو ، همداډول ځوان نسل و، چې په لاره به کومه ښځه روانه وه په کوزګوروسترګوبه ېې شل متره لار ورته پریښودله .
له هغه چا وروسته به چې تور سرې روانه وه که به ېې ډیر نږدې ملګری او دوست هم وه لاره به ېې ترې بدله کړه .
دا افغاني په اسلام سر ورکوونکې ټولنه ده په خپله حیا،عزت او عفت سرونه ورکوي، دلته د هندي بامبړانوپه څیر یوه ښځه پنځو میړنو ته نه ودیږي اونه د نایجییریا د (بیلو) په څیرافغان نارینه (۱۳۰) ښځې کوي
افغانې خویندې تل دعزت او عفت په جاموکې پټې اوسیدلي دي خپله ښکلاېې په خپل شرعي ژوند او افغاني غیرت په خپل کورکې خوندي ساتلې پرد یو ېې د پړونې پیڅکه هم نه ده لیدلې.
افغانې خویندې په خپله ایماني او افغانی ښکلاویاړي د فرانسې د یمکراسۍ وهلې (ایریش متریني )له بربنډي نړیوالې ښکلاکرکه لري، څه وخت د مخه چې شرقي وحشي کلتور کمونستانو خپل کړی و دا ډول به دغربي لغړکلتور او دیمکراسي عمرهم لنډ شي.



