کويټ د پنځو اسلامي هېوادونو پر وګړو د ورتګ بنديز لګولی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ سلواغه ۱۴) الماس خدرخېل

د امريکا د ولسمشر  ټرمپ له اعلان وروسته کويټ هم د افغانستان په ګډون د اووه اسلامي هېوادونو پر وګړو دغه هېواد ته په ورتګ بنديز لګولی دی.

په دغه بنديز کې د افغانستان، پاکستان، عراق، سوريې او ايران وګړي شامل دي.

د کويټ رسنيو راپور ورکړی، چې دغه کار يې د يادو هېوادونو د امنيت خرابوالی ښودلی او زياته کړې يې ده، چې په دغو هېوادونو کې ترهګرو پراخ فعاليتونه پیل کړي او ممکن له دې لارې کويټ ت هم داخل شي.

د کويټ چارواکي وايي، چې دغه بنديز موقتي دی او چې د يادو هېوادونو امنيت ښه شي پر بنديز به له سره غور وکړي.

په ورته وخت کې پاکستاني رسنیو هم په دغه پرېکړه راپورونه جوړ کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دغه هېواد کې د افغانستان زرګونه وګړي د مزدورۍ لپاره پراته دي او تګ راتګ کوي.

بايد وويل شي، چې کويټ کې د امريکا زرګونه پوځيان پراته دي او په دغه هېواد کې امريکا پراخ پوځي حضور لري.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button