حزب اسلامي: که غوښتنې يې ومنل شي، مشر به يې کابل ته راشي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ سلواغه۱۴) الماس خدرخیل
د حزب اسلامي ګوند چارواکي وايي، که غوښتنې يې ومنل شي، مشر به يې کابل ته راشي.
نوموړي ازادۍ راډيو ته په تازه څرګندونو کې ويلي، چې هیلهمند دی چې ټاکلی کمېسیون به ډېر ژر د دوی غوښتنې ومني.
امین کریم زیاته کړه، که د دوی غوښتنې ومنل شي حکمتیار به د روانې سلواغې میاشتې تر اخره کابل ته راشي.
د دغه ګوند سره د سولې د هوکړې له مخې غوښتنې پر دغه ګوند د لګېدلو بندیزونو لیرې کېدل، د یو شمېر بندیانو خوشې کول، د راستنېدونکو کډوالو لپارهیې د ځمکې ټاکل او کابل کې د حکمتیار د استوګنې معلومول دي.
کريم د حکمتيار د استوګنې لپاره د کوم مشخص ځای نوم ياد نه کړو خو زياته يې کړه: (داسې ځای نهوي چې خلک د مراجعینو له زیات تګ راتګه په عذاب شي، نو که لږ ګوښه ځای وي، غوره به وي. دوهم باید دا ځای د امنیت له پلوه مناسب وي، درېیم باید لوکس او دولتي ځای نهوي، څلورم هم دا چې پتهیې اسانه وي).
تر دې مخکې امین کریم ازادي راډیو ته ویلي و چې له حزباسلامي سره د سولې د تړون کارونه ورو مخته ځي.
تېره ورځ د سولې شورا د نړيوالو اړيکو يوه سلاکار محمد اسماعيل قاسم يار رسنيو ته وويل، چې د حزب اسلامي مشر به په راتلونکو دوه هفتو کې کابل کې راڅرګند شي.
حزب اسلامي وايي، چې د دوی د لومړنيو معلوماتو له مخې د هېواد په زندانونو کې د دوی شاوخوا ۲۶۰۰ بنديان پراته دي.
بل پلو د دغه ګوند سره د سولې تړون د پلي کېدو کمېسيون مشر اکرم خپلواک ويلي، چې ډېر ژر به د حزب اسلامي د ۴۰۰ بنديانو ليست وڅېړل شي او ولسمشر ته به واستول شي.
د حزب اسلامي سره د سولې په تړون کې پريکړه شوې وه، چې تر درې مياشتو پورې به د دغه ګوند ټول غړي د افغانستان له زندانونو خوشې کېږي، خو تر دې دمه هيڅ يو بندي نه دی خوشې شوی.



