امریکا:فدرالي قاضي د ټرمپ د فرمان نه عملي کولو امر کړی دی

( کابل ټکی کام ۱۳۹۵ سلواغه ۱۴) صابر خپلواک

د امریکا په لاس انجلس کې یو فدرالي  قاضي اندري بیروټ د سې شنبې په ورځ د یوه بېړني حکم پربنسټ د ټرمپ د فرمان نه عملي کولو امر کړی دی.

اندري بیرټ ویلي دي، چې امریکا ته د اوو هېوادونو وګړو د کډوالۍ د بندیز په اړه د ولسمشر ټرمپ فرمان د تطبیقول امر رد کړی او زیاته کړې یې ده چې د اوس لپاره دا امر زه نه منم.

د لاس انجلس ټایمز د رپوټ پربنسټ، د قاضي په امر کې د هغو کسانو دوسیو ته ښکاره اشاره  شوې ده، چې غواړي امریکا ته سفر وکړي .

ځینو رسنیو بیا ویلي، دغه تازه حکم کیدای شي ډېر اغېز ونه لري، ځکه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ټرمپ له فرمان لږ وروسته د اوو هېوادونو د وګړو د کډوالۍ او نورې وېزې له ډېرې کمې استثنا پرته بې باوره اعلان کړې.

د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې هم یو فدرالي قاضي آن دونلي په نیویورک کې لوړو مقاوماتو ته امر وکړ، چې د ټرمپ دا امر مه عملي کوی.

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button