هرات:له ايټاليا سره د ۱۵۵ کيلو متره سړک پخولو تړون لاسليک شو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵سلواغه ۱۴) الماس خدرخیل
په هرات کې د ۱۵۵ کيلو متره سړک جوړولو تړون له ايټاليا هېواد سره لاسليک شو.
د افغانستان د ماليې وزير اکليل حکيمي او په کابل کې د ايټاليا سفير روبرتوکانتون تېره ورځ دغه تړون لاسليک کړو.
دغه سړک به د هرات له ښاره تر چشت ولسوالۍ پورې په ښه او معياري ډول پوخ کړای شي.
په همدې تړاو د ماليې وزير اکليل حکيمي وويل: (دا لاره د افغانستان د منځنۍ لویې لارې یوه برخه ده، یعنې له ختیځ کورېدور څخه لویدیځ ته چې ان شاءالله کار به یې پیل شي).
د دغه سړک پر جوړېدو د ايټاليا ۹۲ ميليونه يورو لګښت راځي، چې په درې کلونو کې به يې کار بشپړ او ګټنې اخستنې ته وسپارل شي.



