افغان کرکټ ملي لوبډله سبا څلورمه لوبه له زیمبابې الف لوبډلې سره کوي

( کابل ټکی کام ۱۳۹۵ سلواغه ۱۴) صابر خپلواک
د افغانستان پرمختیایي لوبډله د زیمبابې الف ټیم سره سبا جمعه خپله څلورمه لومړنی لوبه ترسره کوي.
تر اوسه د دغو دواړو ډلو ترمنځ درې لوبې ترسره شوې چې درې واړه لوبې د افغانستان پراختیایي لوبډلې ګټلې دي.
د دواړو لورو ترمنځ به پنځمه او وروستنۍ پنځوس اوریزه لوبه د یکشنبې په ورځ تر سره شي، تر هغه وروسته د فبروري په ۱۶ مه د افغانستان ملي ټیم د زیمبابې له ملي ټیم سره د پنځو یو ورځنیو رسمي لوبو لړۍ پیلوي.



