نیکلسون: افغانستان ته د نورو سر تیرو اړتیا ده

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵سلواغه ۲۲) صابرخپلواک
په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو گډ مشر جنرال نیکلسون د امریکا سنا ته ویلي، چې امریکا دی افغانستان ته نور ځواکونه راولیږي، ځکه نورو ځواکونو ته اړتیا لري.
راپورونه وایي، چې نیکلسون خپلې غوښتنې د امریکا د دفاع وزیر جنرال جیمز مټیس او د دفاع وزارت له نورو مشرانو چارواکو څخه کړی دي، یادو لوړ پوړو چارواکو هم له نیکلسون سره ژمنه کړې چې ستا غوښتنه به موږ پر ځای کوو.
جنرال نیکلسون زیاته کړې ده، چې افغانستان کې طالبان ځواکمن شوي او د دغه هېواد ګڼ شمېر سیمې یې تر خپل واک لاندې راوستې دي .
نیکلسون د امریکا سنا ته ویلي، اوس مهال په افغانستان کې دیارلس زره او درې سوه امریکايي سرتېرې جگړه کوي، چې دا د ترهگرۍ ضد جگړې لپاره بسنه نه کوي، او باید دغه شمېره ډېره شي.
د یادونې وړ ده چې وړمه ورځ هم
په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو پخواني قومندان جنرال جان آلن ويلي وو، چې امريکا او ناټو دې افغانستان ته د جګړې لپاره نور سرتيري راولېږي نوموړي هم ویلي وو، چې له ۲۰۱۴ کال را په دېخوا په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شمېره را کمه شوه او وسله وال طالبان پياوړي شول.



