امریکا په افغانستان کې اوږد مهاله جګړه پیل کړې ده!

سرلیکنه
په نړۍ کې چې څومره جګړې روانې دي او په ځانګړې توګه په اسلامی هیوادونو کې دولتونه او مخالفین سره په جګړو بوخت دي د دې ټولو جګړو سرچینه امریکا ده چې د ملګرو ملتونو د چتر لاندې ېې د امن او سولې په نامه د ترهګرې خلاف ترهګري رامنځ ته کړې ده.
په یوه اسلامي هیواد کې ترهګري نه وه او نه شته ځکه د اسلام مقدس دین د امن او ورورګلوۍ دین دی په اسلامی هیوادونوکې امریکا د امن د له منځه وړلو لپاره د نورو لنډغرو (ناټو) غړو هیوادونو په ملتیا په یو شمیر اسلامی هیوادونو کې د جګړو اوربل کړی دی.
د۲۰۰۱میلادي کال د مخه چې په افغانستان کې کومې جګړې روانې وې د هغو جګړو زمینه هم امریکا برابره کړې وه چې د روسیې سره لومړۍ سړه او بیا توده جګړه امریکا د افغانستان په خاوره جوړه کړه .
دا هم منو چې په افغانستان کې د وینې یو څاڅکی توییږي مسئول ېې روسان او د روسانو غلامان (کمونستان) دي خو کمونستان هم په حقیقت کې د مجاهدینو پرخلاف امریکا جوړکړي و که عقیده ېې کمونستي وه د خاورې د دفاع په نامه ېې جګړه کوله، امریکا لومړی یوشمیر اشخاص جهادي روسماتي پهلوانان او بیاېې جنګي مجرمان کړل.
په افغانستان کې پرافغان ولس د امریکا تپل شوې جګړه لنډ مهاله جګړه نه ده یو شمیر د امریکا له هدف او پالیسۍ ناخبره شناندي په افغانستان کې د جګړې دواړه ښکیل لورې د افغان ولس د مرګ ژوبلې مسئولین بولي، ملکي وګړي به د دواړو لورو لخوا وژل کیږي خو په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مسئولیت د امریکا پرغاړه دی چې په افغانستان کې ېې د افغان پرافغان وژلو حالات راوستي دي.
دا اوس چې یو افغان د بل افغان ورور پسې وسله په اوږه کړې ده دا د یوه ټغر او یوه نغري د یوه ګډ کور غړي او سره وروڼه دي خو پرون ېې په یوه مذهبي او نن ېې په بل مذهبي رنګ او اختلاف سره وژني.
یو شمیر رسنیو لیکوالو او تحلیل ګرو په افغانستان کې د روانې جګړې په اړه لیکلي چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې جګړه د ولس منځ ته رسیدلې ده خو موږ وایو چې د روسانو پر خلاف په افغانستان کې د امریکا پیل شوې جګړه د مخه هم په ولس او ښارونوکې وه او نن هم په ولس او ښارونوکې ده؛ نه په کلیوالو سیمو کې د افغانانو سر اومال خوندي دی او نه په ښارونوکې.
په ننګرهار ولایت کې چې بهرنۍ څارګرې الوتکې د ورېځو په څیر ګرځي د پچیر او اګام ولسوالۍ وګړي په زندانونوکې وژل، د سترې محکمې په دروازه کې د چاودنې ملکې وګړو مرګ ژوبله او د جوزجان ولایت په قوش تپه کې د سره صلیب د شپږو تنو وژل دا ټولې پیښې د امریکا اوږدمهاله جګړه ده چې په افغانستان کې ېې پیل کړې ده.
دمخه چې د روسانو پرخلاف په افغانستان کې جګړه روانه وه د هغې قربانیان هم افغانان و او اوس چې کومه جګړه روانه ده د دې قربانیان هم افغانان دي؛ یو شمیر افغانان جګړې ته هڅول کیږي خو په مقابل کې نور افغانان ېې مجبور دي چې خپله دفاع وکړي چې په دواړه صورتونو کې د امریکا په اوږدمهاله جګړه کې افغانان وژل کیږي.
په افغانستان کې دامریکا د اوږدمهاله جګړې پای ته رسول د یوه شخص او یوه قوم له وسه اوتوانه پوره نه ده باید د تیرې جګړې وروسته چې بیا د افغانستان د خاورې دښمنان (کمونستان) د افغان مجاهدینو سره په یوه دفتر او یوه ټغرکښیناستل د روانې جګړې وروسته هم همدا حال راتلونکې دی.
باید ټول افغانان علماکرام، قومي او سیاسي مشران، علمي شخصیتونه د پردیو د اهدافو لپاره اوږدمهاله جګړې ته نور د پاې ټکې کیږدي، نور باید د افغانانو له کورونو، حجرو او جوماتونو دا د ویر او غم ټغر ټول کړي.
امریکاداوږدمهالې جګړې په دوام غواړي په افغانستان کې دعراق د موصل او رمادي ښارونو حالات راولي افغانستان په څوبرخو سره وویشي او په هره برخه کې بیل بیل حکومت جوړکړي چې باید د مخه ددې ترخو حالاتوپه راوستلو په جګړه کې ښکیلې دواړه خواوې او ټول افغانان پوره غوروکړي.



