مسجد ته تلونکی رښتینی مؤمن خو؛ نه تلونکی ايماني ناروغ دی!

احمد جنید مبارز

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي:

اذا رأيتم الرجل يتعاد المساجد فاشهدوا له بالايمان قال الله تعالی انما يعمر مساجدالله من امن با الله .. الايه الترمذي ۳۰۹۳))

ژباړه: که چيرې تاسي څوک وليد چي جومات ته د تلو معتاد (عادت) ولري (د لمانځه او خدمت لپاره ) نو تاسي د هغه د ايمانداری شاهدي ورکړئ.

الله جل جلا له فرمايي: هغه کسان جوماتونه آبادوي کوم چي په الله او ورځ د آخرت ايمان لري.

يعني څوک چي په پنځه وخته جماعت کولو عادت وي يقيناً يو رښتینی مسلمان دی، او د ده د مسلمانۍ د نښو څخه دا ستره نښه ده.

مګر هغه کس چي جومات ته نه ځي ايماني ناروغ دی يعني ايمان يې دومره کمزوری سوی دی چي نور يې د جومات د تګ لپاره نسي هڅولای، د دنيا ميني او مشغولتيا، د موسيقي اوريدو او د ښځي او اولادونو ناز نخرو دومره مصروف او مشغول ساتلی وي چي نور د الله اکبر – الله اکبر له نارو څخه هم شرم نه ورځي.

ژوند يوازي همدا څو شېبې ژوند بولي او د نجات مقصد يې د دنيا پیدا کول وي ځکه ده ته دغه نارې چي حی الصلاة – حی الفلاح

 (راسئ ځای د لمانځه ته او راسئ ځای د نجات او خلاصون) ته هيڅ نه ښکاري او نه ورباندې څه غور کوي.

ګرانه دوسته!

 خپل ځان ته متوجه سه چي نفس او شيطان څومره خراب کړی يې او که همداسي بې غوره او غافله وې نور دي هم خرابوي، ستا ايمان څومره ضعيف سوی دی، د شعائرالله سره ستا مينه او علاقه ګوره او د نيا د عيش او ژوند سره ستا علاقه ګوره.

ستا د بي بي ايمان هم کمزوری سوی دی ځکه ستا د کور ماحول خراب دی، په هغې کي هم دا غيرت نسته چي درته ووايي ولي جومات ته نه ځي، ولي د ښځو په شان په کور کي لمونځ کوې څه عذر لرې؟

جومات ته ولاړ سه تر څو ستا په نيک عمل کي زه هم درسره شريکه سمه، ځکه چي د خاوند په نيک عمل کي د هغې بي بي هم شريکه وي لکه: حج، جهاد، جماعت او نور، ځکه بي بي یا مېرمن يې د کور ساتنه او پالنه کوي.

ګرانه وروره!

 کلک عزم وکړه ولاړ سه جومات ته روان سه ډير وخت نه غواړي يوازي پنځه يا لس دقيقې وخت غواړي او دا هميشنی عادت جوړ کړه.

که يو ځل په جومات کې په لمانځه عادت سوې بيا به هيڅکله هم بې جوماته لمونځ ونه کړي.

و ما توفيقي الا بالله عليه توکلت واليه انيب.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button